Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د افغانستان پر صادراتو هم ۱۰سلنه تعرفه وضع کړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د امریکا ۱۰ سلنه تعرفه د افغانستان لاسي صنایعو او ښځو ته زیان رسوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/08

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان پر صادراتو د امریکا له لوري د تعرفې لوړولو په غبرګون کې وايي، دغه پرېکړه د افغانانو، لاسي صنایعو، کوچنیو سوداګرو او سوداګرو ښځو ته زیان رسوي.

له دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې له امریکا غوښتل شوي چې له افغانستان سره د صادراتو او سوداګریزو اړیکو په برخه کې د ملاتړ رغنده چلن وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: « په دې وروستیو کې د امریکا حکومت د افغانستان په ګډون پر یو شمېر هېوادونو ل۱۰ سلنه تعرفه وضع کړه. افغانستان په وچه کې راګیر هېواد  دی او د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب لري. د متحده ایالاتو دا ډول اقدام به د افغانستان ټولو خلکو، لاسي صنایعو، د سوداګرۍ پیلولو، کوچنیو تصدیو او په ځانګړې توګه ښځینه سوداګرو ته زیان ورسوي. دېته په کتو چې افغانستان یو اړ او مخ پر ودې هېواد دی، دا ډول سوداګریز فشارونه کولی شي د هېواد اقتصادي ودې پر وړاندې خنډ رامنځته کړي. افغانستان له امريکا په بېلابېلو برخو کې د وسايلو، تجهيزاتو او نوې ټکنالوژۍ واردولو ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې د افغانستان له خوا پر يادو توکو تعرفه صفر ټاکل شوې او دغه هېواد د صادروونکو هېوادونو لپاره غوره تعرفه ګڼلې ده. له همدې امله موږ د امریکا متحده ایالاتو او نورو هېوادونو له حکومتونو صمیمانه غوښتنه کوو چې له افغانستان سره د صادراتو او سوداګریزو تعاملاتو په برخه کې رغنده او ملاتړي اړیکې ولري، ترڅو افغانستان وکولی شي د نړۍ په سوداګرۍ کې فعال او اغېزمن رول ولوبوي.»

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د يو شمېر هېوادونو پر صادراتي توکو د تعرفې لوړولو په لېست کې افغانستان هم شامل کړ او په دې توګه امريکا ته د افغاني توکو پر صادراتو ۱۰ سلنه تعرفه لوړه شوه.

د پانګونې او سوداګرۍ خونې مالومات ښيي چې افغانستان د امریکا متحد ته تر ډېره لاسي صنایع، وچه مېوه او غالۍ صادوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist