Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګنډاپور: په زور د افغان کډوالو شړل غیر انساني پرېکړه ده

ګنډاپور: په زور د افغان کډوالو شړل غیر انساني پرېکړه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/18

د خيبر پښتونخوا اعلی وزیر له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پر روانه لړۍ توندې نیوکې کړې او دا یې د دغه هېواد غلطه پالیسي بللې.

علي امین ګنډاپور مطبوعاتي کنفرانس ته خبرو کې ویلي، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستلو سخت مخالف دی او هلته له کډوالو سره ناوړه چلن د نوموړي په ټکو نفرت خپروونکې پالیسي ده چې پاکستان به یې دروند پور پرې کړي.

هغه زیاته کړې: « دا هغه غلطې پالیسۍ وې چې له کبله یې نفرتونه خپاره شوي دي. زه یې په اوسنیو شرایطو کې سخت مخالف یم. تر هغې چې هلته ورته د ژوند کولو ښه زمینه نه وي برابره شوې، سر یې خوندي نه ‌وي؛ په دې طریقه او داسې شړلو یې مخالف یم. هو! زه بلکل مخالف یم؛ ځکه دا پالیسي د بشر حقونو خلاف ده او دا غیر انساني پالیسي ده. د نړیوالو اصولو خلاف کړنه ده او حتا که د دې مسالې نورو اړخونو ته وکتل شي؛ بېخي له انسانیته بهر پرېکړه ده.»

د سیاسي چارو شنونکي ګنډاپور بېواکه او بې ‌صلاحیته بولي او وایي، په پاکستان کې اصلي واک د ملکي حکومت پر ځای د پوځ او استخباراتو په لاس کې دی او د نوموړي دا څرګندونې یوازې په پښتونخوا کې د افغانانو د کنټرول او ممکنه را ولاړېدونکو ستونزو د مخنیوي هڅه ده. 

د نړیوالو چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « زموږ دوه ګاونډي هېوادونه ایران او پاکستان په ۱۹۵۱ کال د ویانا کنوانسیون د پرېکړو خلاف د کډوالو په چارو کې خلاف کړنې ترسره کوي. په ځانګړې توګه پاکستان هېڅ ډول نړیوال اصول نه مني. په دې ټول پوهېږي چې پښتونخوا د افغانستان خاوره ده او هلته افغانانو ته کډوال نه شي ویل کېدای.»

ځینې نور بیا په وايي، دا یوازې د افغان کډوالو په اړه د پاکستاني چارواکو وېشلي نظرونه دي او په عمل کې بیا دوی ټول په دغه مساله کې یوه خوله دي او په خبره یې، د کډوالو ستونزې باید د خبرو او مذاکراتو له لارې حل شي.

د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار وايي: « دا پالیسي چې د افغان کډوالو پر ضد طرحه شوې ده، په حقیقت کې د مرکزي فډرال حکومت او ایالتي حکومتونو ترمنځ ګډه مساله ده. دا چې د هغوی ځینې چارواکي په مطبوعاتو کې ضد او نقیض خبرې کوي، ښکاري چې دا هم د سیاسي اجنډاوو یوه برخه وي.»               

د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر زلمی افغانیار وايي: « د پاکستاني چارواکو دغه شان څرګندونې سیاسي موج سواري ده. د مهاجرت بحث یوه نړیواله موضوع ده، خو پاکستان او نور ګاونډي هېوادونه د دې پر ځای چې تقابلاتو ته د خبرو له لارې حل پيدا کړي، سوداګرو له ډمپېنګ سیسټم او کډوال له نورو نابرابریو سره مخامخ کوي. زه هیله لرم ستونزو ته د خبرو له لارې حل پیدا کړي، نه په حکومتوالۍ کې د خپلو سیاسي ګټو ترلاسه کولو لپاره د سیسټماټیکو فشارونو واردولو له لارې.»                    

د خيبر پښتونخوا اعلی وزیر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د پاکستان حکومت افغان اتباعو کارت(اې.سي.سي) لرونکو او غیر قانوني افغان کډوالو ته د مارچ تر۳۱مې پورې له دغه هېواده د وتلو وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي
افغانستان

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي
افغانستان

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026

وروستي خبرونه

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist