د سره صلیب نړیوالې کمېټې(آی.سي.آر.سي) اوږد مهاله جګړې، د بهرنیو بشري مرستو کمښت، په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د طبیعي پېښو زیاتوالی او یو شمېر نورو اقتصادي ننګونو له امله د میلیونونه افغانانو بشري وضعیت ستونزمن یاد کړی.
دې کمېټې ويلي، يادو ننګونو افغانان د بېوزلۍ او خوراکي خوندیتوب د نه شتوالي کمولو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ کړي.
يادې کمېټې د اعلاميې په خپرولو سره ویلي، تېر کال افغانان د کاري فرصتونو له جدي کموالي سره هم مخ وو او سره صليب بيا يوازې ۲۴زره افغانانو ته لنډ مهالي کاري فرصتونه چمتو کړي وو.
د اعلامیې یوه برخه:« په ۲۰۲۴ زېږدیز کال شدیدو بارانونو او سېلابونو د ۳۲ ولایتونو شاوخوا ۱۱۹زره ۱۶۰ افغانان اغېزمن کړل، ۶۸زره کورونه یې وران کړل، ۶۴زره ۵۰۰ جرېبه کرنیزه ځمکه یې وېجاړه کړه او شاوخوا ۲۲۵ کسان یې ووژل چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ورته بېړنۍ مرستې پر وخت چمتو کړې. همدا راز دغې کمېټې د نورو روغتیايي خدمتونو ترڅنګ په ۱۱ ولایتونو کې ۱۵ پروژې هم تطبیق کړې چې ۲۴زره افغانانو ته یې لنډمهاله کاري فرصتونه ایجاد کړل.»
د اعلاميې له مخې، د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره ۷ روغتیايي مرکزونه لري چې هر کال ۲۰۰ زره کسانو ته خدمتونه چمتوو کوي.
سور صلیب افغانستان لاهم د ناچاوده توکو د موجودیت له امله د زیانمنونکو هېوادونو په ډله کې حساب کړی او وايي، یوازې تېر کال د ۸۵ سلنه ماشومانو په ګډون څه باندې ۴۰۰ عامو وګړو ته د ناچاوده توکو له امله مرګ ژوبله اوښتې.
د اعلامیې یوه برخه: « په ۲۰۲۴ زېږدیز کال د ۲۳۴ ناچاوده توکو د چاودنو له امله ۴۴۵ عامو وګړو ته چې ۳۵۹ یې ماشومان دي، مرګ ژوبله اوښتې او سره صلیب کمېټې بیا شاوخوا ۲۴۰ زره کسانو ته د ماینونو او نورو ناوچاوده توکو څخه د ساتنې روزنه ورکړې.»
د سره صلیب کمېټې چې په راتلونکي کې یې له سرې میاشتې سره یو ځای له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې د خپلو مرستو ژمنې تازه کړې، دا یې هم ویلي چې تېر کال یې په زندانونو کې له بندیانو سره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو لپاره همکاري کړې ده.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د نړیوالو سازمانونو له لوري لنډ مهالې مرستې د افغانانو بنسټیزې ستونزې نه شي هوارولی او له یادو سازمانونو غواړي چې خپلې مرستې د بنسټیزو پروژو له لارې ترسره کړي، ترڅو افغانانو ته یې تل پاتې ګټه ورسېږي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « ترټولو مهمه دا ده چې دولت باید د قانون حاکمیت او د فساد مخنیوي په برخه کې پاملرنه وکړي، ترڅو خلک خپل باور له لاسه ور نه کړي او دې ته شوق او علاقه پيدا کړي چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او نور سوداګر هم راتګ ته تشویق کړي.»
ځینې نور بیا وايي، د افغانستان اقتصادي ننګونو په اړه د نړیوالو سازمانونو اندېښنو ته باید سرپرست حکومت له نړیوالې ټولنې سره یو ځای د حل لارې ولټوي او راتلونکو کلونو ته له وړاندې چمتووالی ونیسي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « هغه هېوادونه او نړیوال سازمانونه چې له یوه ملت سره د مرستو پروژه لري، باید لاس پر کار شي او خپلو مرستو ته د بشري حقونو له مخې ادامه ورکړي. دغه راز ملګري ملتونه او د خوراک نړیوال سازمان هم باید په دې اړه جدي ګامونه پورته کړي؛ ترڅو دا ستونزه حل شي، خو دولت باید خپله د راتلونکي لپاره تدابیر ولري.»
د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اتونبوا هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې ویلي و چې افغانستان کې د نړیوالو بشري مرستو له کمېدو سره، د اړمنو افغانانو کچه زیاته شوې ده.