Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خبریال ملي ورځ؛ افغان خبریالان له کومو ستونزو او ننګونو سره مخ دي؟

د خبریال ملي ورځ؛ افغان خبریالان له کومو ستونزو او ننګونو سره مخ دي؟

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/18

هرکال د کب ۲۷مه، په هېواد کې د خبریالانو د ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي.

د دې ورځې نمانځنه سږ داسې مهال کیږي چې په ټولنه کې د بیان آزادۍ تمثیلوونکي په توګه لاهم افغان خبریالان له اقتصادي، کاري او مسلکي ستونزو سره مخ دي.

که څه هم د خبریالانو پر وړاندې امنیتي ننګونې تر ډېره بریده را کمې شوې دي، خو اطلاعاتو ته پر وخت د لاسرسي نه لرل او د کاري خوندیتوب نه شتون دوی هغه لویې ننګونې بلل کیږي چې د حل له پرله پسې غوښتونو سربېره هم پر خپل ځای دي.

خبریال عبدالله عزیزي وايي: « د اقتصادي ستونزو او شغلي امنیت نه لرلو ترڅنګ، اطلاعاتو ته لاسرسی لاهم یوه له هغو ننګونو ده چې خبریالان ورسره مخ دي. ځینې وختونه حکومتي چارواکي موږ ته ډېر ناوخته ځواب راکوي، یا هم هېڅ ځواب نه راکول کېږي.»

خبریال حیدرمحمد نظري وايي: « د خبریالانو دوسیې باید د رسنیزو سرغړونو کمېسیون له لارې بررسي شي، نه د امنیتي بنسټونو له خوا.»

د مالوماتو له مخې، په ټول هېواد کې دا مهال شاوخوا ۴۷۰ رسنۍ رسنیز فعالیت لري چې ۸۴ ټلویزیوني شبکې، ۲۷۵ راډیوګانې، ۵۹ خبري آژانسونه او ۵۲ چاپي رسنۍ دي چې ډېری هغه یې دولتي دي.

که څه هم روان کال په هېواد کې ۸ نوې رسنۍ جوړې شوې دي، خو ترڅنګ یې یو شمېر نورو رسنیو بیا د اقتصادي او ګڼو نورو ستونزو له کبله خپل رسنیز فعالیتونه ځنډولي او یا یې په بشپړ ډول درولي دي.

د خبریالانو د ملاتړ ادرسونه په هېواد کې د رسنیو وضعیت نورمال نه بولي او د رسنیزو ستونزو د حل په موخه د رسنیو د قانون رامنځته کېدل اړین ګڼي.

د خبریالانو د خوندېتوب کمېټې مسوول عبدالقدیم ویاړ وايي: « دا مهال د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه، د رسنیو د قانون نه شتوالی دی. که چېرې قانون موجود وي، ښکاره خبره ده چې اطلاعاتو ته لاسرسی په خپله اسانه کېږي. همدارنګه دا چې حکومت باید له رسنیو او خبریالانو سره څه ډول تعامل ولري، دا هم په قانون کې واضېح وي.»   

د خپلواکو خبریالانو  ټولنې مشر حجت‌الله مجددي وايي: « په دې کال کې زموږ دوې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله یوه یې تړل شوې او یوه یې د لنډې مودې لپاره ځنډول شوې ده.»    

له دې ټولو سره، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان خبریالانو او رسنیو د ستونزو د حل ترڅنګ د رسنیزو سرغړونو د کمېسیون له لوري د خبریالانو شکایتونو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي.

د دې وزارت ویاند خبیب غفران دغه راز د خبریالانو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه په نږدې راتلونکي د خبریالانو د مالي صندوق جوړېدو خبر ورکوي.

غفران په دې اړه وايي: « دا چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریالانو یو حمایوي آدرس دی، ډاډ ورکوي چې په هېواد کې له خبریالانو په هر ډګر چې دوی له ستونزو سره مخ کېږي او یا هم دوی اړتیا لري، که هغه اطلاعاتو ته د لاسرسي موضوع وي، که هغه د مالي ملاتړ صندوق په جوړولو سره د دوی اقتصادي ستونزو ته رسېدنه ده چې په مکانېزم یې کار روان دی. همدارنګه که چېرې خبریالان کوم شکایت لري چې د رسنیزو سرغړونو د کمیسیون له لارې دغو شکایتونو ته رسېدنه کېږي. په دې ټولو اړخونو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له دوی سره په څنګ کې ولاړ دی.»     

د بیان آزادۍ د ټولنې د آزادۍ مهم اصل ګڼل کیږي چې اصلي تمثیلوونکي یې رسنۍ او خبریالان دي. د ټولنې دغه قشر له ننګونو او ستونزو سربېره، د مسلکي او ملي ارزښتونو ته د درناوي له لارې په ټولنه کې د واقعیتونه رابرسېره کولو لټه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist