• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: پاکستان کې روانه نا امني د سیمې امنیت او ثبات هم ننګولی شي

کارپوهان: پاکستان کې روانه نا امني د سیمې امنیت او ثبات هم ننګولی شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/17

په پاکستان کې جګړه او ناامني له بل هر وخت اوس زیاته شوې.

د تېرو څو ورځو په موده کې د دې هېواد پر پوځیانو او د نورو امنیتي ادارو پر کارکوونکو له ۶۰ ډېر بریدونه شوي او درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د دغو بریدونو په پایله کې له ۴۰ زیات امنیتي ځواکونه وژل شوي او د ملکیانو په شمول لسګونه نور ټپیان دي.

اوس اندېښنه دا ده چې د پاکستان دغه نا امني به د دې هېواد ګاونډیو هېوادونو او ټولې سیمې ته هم سرایت وکړي.

د سیاسي چارو  کارپوهان وايي، مخکې له دې چې په پاکستان د ناامنیو د بل شوي اور او ترهګرۍ د روزنې سپرغۍ سیمې او نړۍ ته ورسیږي، په کار ده چې پر وړاندې یې جدي اقدام وشي او د ترهګرۍ د ملاتړ او روزنې هغه سرچینې له منځه یوسي چې د تېرو۷ لسیزو راهیسې یې د ځان پر ګټه جوړې کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « ښکاره خبره ده چې په نورو ګاونډیانو هم خپلې منفي اغېزې لري، زما په اند ښه خبره دا ده چې نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه خپله ځانګړې پاملرنه هغه ځای ته واړوي، چېرې ترهګر روزل کېږي او امکانات په لاس ورکول کېږي. دوی باید اصلي ریښه پيدا کړي او له بېخه یې وباسي؛ بیا په سیمه او نړۍ کې امنیت او ثبات راشي.»

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« په دې خاوره کې جګړه کول د پاکستان د نورو ستونزو د حل لپاره د پاکستاني پوځیانو په فکر، د حل لاره ده. باید په ډېر دقت او سیاسي شعور سره د دې جګړې په مقابل کې تدابیر ونیول شي.»

د شنونکو اندېښنه دا ده چې پاکستان خپلو ګاونډيو هېوادونو او سیمې ته دا ډاډ نه شي ورکولی چې له دې هېواده به ورته ګواښ نه پېښیږي؛ ځکه چې د دوی ستراتیژیک عمق نورو ته د ترهګرۍ له لارې ګواښ پیدا کول دي.

دوی زیاتوي، له شک پرته په پاکستان کې روانه ناامني د دې هېواد په ګاونډیو او د سیمې هېوادونو په امنیت او اقتصاد ناسم اغېز لرلی شي.

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « پاکستانیانو په تېرو درېیو کالو کې هڅه وکړه چې د خپلو سیاسي ګټو ستراتیژيک عمق ترلاسه کړي، خو داسې ونه شوه. اقتصاد محوره حکومت، د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کول او د امنیت ټینګول د سرپرست حکومت د بحث موضوع ده. آیا هغه ډاډ چې افغانستان نړۍ او د سیمې هېوادونو ته ورکړی، پاکستان یې هم موږ ته راکولی شي؟ د پاکستان کورنۍ ستونزې په دوی پورې اړه لري او باید خپله یې حل کړي.»

همدارنګه، د ځینې نور بیا وايي، ترهغې چې په پاکستان کې د پنجابي په څېر پښتنو او بلوڅو ته هم حقوق نه وي ورکړل شوي، د پاکستاني پوځ پر وړاندې به جګړه او بریدونه دوام ولري.

دوی په باور دي چې په پاکستان کې د روانو نا امنیو د حل یوازینۍ لاره له سیاسته د پوځ ګوښه کول او په واقعي مانا ملکي حکومت ته د واک سپارنه ده.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « د خپلو ولسونو او په ځانګړې توګه د پښتنو او بلوڅانو پر وړاندې د پاکستان د پوځ او استخباراتو جګړه، یو ظلم دی. هرڅوک چې د دې ظلم پر وړاندې درېږي، د هغوی جګړه حق ده. که پاکستان غواړي چې خپلې امنیتي ستونزې حل کړي، باید د خپلو ولسونو حقه حقوق ورکړي، ولسواکي واکمنه کړي، ملکي حکومت ته صلاحیت ورکړي، پوځ او استخبارات له سیاست ګوښه کړي؛ دا یې د حل لاره ده، بله حل لاره نه شته.»

د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې په وروستیو دوو بریدونو کې مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر ژوند له لاسه ورکړ او دغه راز د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر بس موټرو د چاودنو له امله  ۱۱ پوځیان وژل شوي او له ۱۰ زیات  ټپیان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist