Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: اسلامي امارت د یوه هېواد خوښۍ لپاره د بل هېواد پر وړاندې نه جنګېږي

متقي: اسلامي امارت د یوه هېواد خوښۍ لپاره د بل هېواد پر وړاندې نه جنګېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/17

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي عمان هېواد ته د خپل څو ورځيني رسمي سفر په لړ کې د دې هېواد چارواکو او د خصوصي سکټور له استازو سره په جلا جلا لیدنو کې ویلي، اسلامي امارت یو متوازن سیاست غوره کړی او په خبره یې، د یوه هېواد د خوښۍ لپاره د بل هېواد پر وړاندې نه جنګېږي.

امیرخان متقي له ټولو هېوادونو سره د اسلامي امارت تعامل د افغانستان د ګټو پر بنسټ یاد کړی او ټینګار یې کړی چې له نا سالمو رقابتونو راوتلی افغانستان به د هېوادونو ترمنځ د ارتباطي پل رول ولوبوي.

متقي په دې اړه وايي: « د متوازن سیاست مانا دا ده چې د یوه هېواد د خوشالۍ لپاره له بل هېواد سره نه جنګېږو، د یوه هېواد د خوشالۍ لپاره د بل هېواد مخالفت نه کوو، بلکې له ټولو سره نارمل اړیکې غواړو. افغانستان یو جګړه ځپلی او غریب هېواد دی او ډېرې ستونزې یې لیدلې دي. اوس د دې توان نه لري د نړۍ په مقابلو کې ورګډ شي. »

متقي د افغانستان دننه د دولت ضد ډلو په تړاو ویلي، په ۴۰۰ ولسوالیو کې د اسلامي‌ امارت ضد ډلې په یوه لوېشت خاوره هم حاکمېت نه لري او په وینا یې د اسلامي امارت په حاکمېت سره افغانستان کې د قدرت جزیرې له منځه وړل شوې دي او یو مرکزي نظام حاکم دی.

متقي دغه راز ویلي، هېڅ چارواکی د څوکۍ، قدرت او ګټې وټې پر سر اختلاف نه لري بلکې  ټول چارواکي او مسوولین د خپل مشرتابه اطاعت عملي کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې: « نه د اختلافونو خبره شته، نه د ګډوډیو خبره شته، نه د بد امنیو خبره شته. دا هر څومره تبلیغات چې کېږي، په عمل کې تاسو وینئ چې نه په کابل کې کومه پېښه شته او نه هم په نورو ولایتونو کې. دا ټولې د ثبات نښې، سوکالۍ او خوشالۍ نښې دي.»

تر دې مخکې هم د سرپرست حکومت ځينو چارواکو د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ د اختلافونو د شته ‌والي ادعا رد کړې او هغه یې د سرپرست حکومت پر وړاندې منفي تبلیغات ګڼلي وو.

که څه هم تر اوسه اسلامي امارت د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د چین، روسیې، ترکیې، پاکستان، ایران او قطر په شمول یو شمېر هېوادونه په کابل کې ډېپلوماټیک فعالیت لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي
افغانستان

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي
افغانستان

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026

وروستي خبرونه

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist