Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
الکوزی: هېواد کې ۱۸ میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي

الکوزی: هېواد کې ۱۸ میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/17

د مخابراتو او مالوماتو ټکنالوجۍ وزارت مسوولین وايي، په هېواد کې د جرم او جنایي پېښو راکمولو په موخه یې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د ۲۵ میلیونه سیمکارټونو له جملې، ۱۸ میلیونه یې ثبت کړې دي.

د دې وزارت ویاند وايي، مخابراتو وزارت بریالی شوی چې په دې موده کې د انټرنېټي او غږیزو اړیکو کیفیت لوړ کړي.

عنایت الله الکوزی د دې ترڅنګ د مکالماتي او انټرنېټي کڅوړو د بیو ټیټېدلو خبر هم ورکوي.

هغه په دې اړه وايي:« د اسلامي امارت له راتګ وروسته د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت وتوانېده چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۸ میلیونه سیمکارټونه چې مخابراتي شبکو خپلو پېرودونکو ته وېشلي وو، له طرز العمل سره سم ثبت او راجسټر کړي. له دې وړاندې په افغانستان کې د غیر قانوني سیمکارټونو شته والی یوه لویه معما وه او لپاره یې هېڅ ډول حل لاره نه وه. زموږ هېوادوال له دې پلوه ډېر په تکلیف وو، مزاحمت ورته کېده او له سیمکارټونو ناوړه ګټنه کېده.»    

الکوزی زیاتوي، د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د وزارت تخنیکي ډلې هڅه کوي چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې۵۶۰ مخابراتي سایټونه نصب کړي.

د الکوزي په خبره،ي د دې پلان د عملي کولو په موخه، تر اوسه په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې۶۰ مخابراتي سایټونه نصب او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

هغه په دې اړه وايي: « د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژجۍ وزارت د خپلې بودیجې یا د اترا له بودیجې پر ګټې اخیستنې، د هېواد لرې پرتو سیمو لپاره ګڼ شمېر مخابراتي سایټونه پلان کړل او دا مهاله له ۵۷۰ ډېرو مخابراتي سایټونو باندې کار روان دی. دغه سایټونه به په هېواد کې ټولې محرومې سیمې تر پوښښ لاندې ونیسي او موږ به وکولی شو هغو سیمو ته هم مخابراتي خدمتونه ورسوو چې تر اوسه په کې هېڅ ډول مخابراتي خدمتونه نه وو.»

یو شمېر کابل ښاریان د سیمکارټونه له راجسټر کېدو خوښ دي، خو د مخابراتي کڅوړو له لوړو بیو شکایت لري.

دوی دغه راز د انټرنېټي خدمتونو کمزورتیا بله هغه ستونزه یادوي چې په وینا یې دوی ورسره مخ دي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی مطیع الله وايي: « زه د ارزان قیمت په ساحه کې اوسېږم، دلته هېڅ سم کار نه کوي، یوازې ۵۰ فیصده کار کوي؛ موږ غواړو پکېجونه ارزانه او کیفیت یې لوړ شي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی عبیدالله وايي: « د سیمکارټونو پکېجونه قېمته دي، دا باید ارزانه او سرعت یې زیات شي.»

د کابل اوسېدونکی محمد یاسین بیا له لوړو مالیاتو شکایت کوي او وايي: « د مخابراتي خدمتونو مالیه ډېره لوړه ده. د افغانستان خلک اقتصادي ستونزې لري او د خلکو ستونزو ته په کتو، دا مالیه ډېره لوړه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسوولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو په کنفرانس کې د ۹۸ سلنه غیر راجسټر شویو سیمکارټونو د کارېدو مخنیوي خبر ورکړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist