Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ: غواړم د مالي مرستو په بدل کې پاتې امریکايي تجهیزات له افغانستانه بېرته واخلم

د ټرمپ ادعا؛ د بګرام هوايي اډه د چین په لاس کې ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/16

له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو ایستل هغه ناندریزه پرېکړه ده چې د دې هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مخکېني ولسمشر جوبایډن اداره سخته پرې ننګوي.

 همدا پرېکړه هغه څه وو چې نوموړي د دې هېواد په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ترې د خپلې سیالې کاملا هریس پر وړاندې د بریا د وسیلې په توګه ګټه پورته کړه.

واک ته له رسېدو وروسته، داسې ښکاري چې له افغانستان د ځواکونو وتلو مساله لا هم د ټرمپ لپاره حیاتي او د بحث وړ موضوع ده.

ټرمپ تازه د امریکا عدلیې وزارت په یوه غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین ته پر اوکرايین د برید فرصت برابر کړ.

هغه د بګرام په تړاو په خپلو خبرو کې ادعا کړې چې د دوی له پرېښودو وروسته دغه پوځي اډه د چین لاس ته لوېدلې.

ټرمپ په دې اړه ویلي: « که موږ افغانستان ته وګورو، دا هغه څه و چې وروسته ترې پوتین پر اوکرايین برید ته زړه ښه کړ؛ ځکه هغه زموږ ناوړه وضعیت ولید. زه ګمان کوم هغه تر ټولو شرموونکې ورځ وه او دا یوازې د وتلو مساله نه ده، بلکې د وتلو د څرنګوالي مساله ده. زه به له هغه وړاندې وتلی وای، خو په سمه توګه. موږ به د لویې هوايي اډې په توګه بګرام ساتلی وای. موږ به هغه ساتلی وای. خو دا مهال دغه اډه د چین له خوا اشغال شوې او اصلي لامل هم چې غوښتل مو دغه اډه وساتو دا دی چې د بګرام اډه له چین سره یوازې یو ساعت هوايي واټن لري، چېرته چې دغه هېواد اټمي وسلې جوړوي.»

ډونالډ ټرمپ د بایډن پر مشرۍ د امریکا مخکېني حکومت ته پېغور ورکړ چې د بګرام پوځي اډه یې په داسې ډول پرېښوده چې په وینا یې، لومړني توکي هم ترې پاتې شوي.

ټرمپ دغه راز ویلي، ده هم غوښتل له افغانستانه ووځي خو په خبره یې، له عزت او ځواک سره وتلو ته یې ترجیح ورکوله. 

ټرمپ په دې اړه ویلي: « دوی دغه اډه د شپې په تیاره کې پرېښوده. دوی په داسې حال کې ترې ووتل چې ترشا یې څراغونه لګېدلي او خپل سپي ترې پاتې شول. ډېر کسان لا هم ترې د سپیو په اړه پوښتنه کوي. دوی هلته ډېر سپي ساتلي وو، خو ټول هلته ترې پاتې شول. څه شرم! څه یو لوی شرم. په کوم ډول چې موږ له هغه ځای ووتو، زه فکر کوم زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې ورځ وه. داسې نه ده چې موږ ترې نه وتلو، وتلو؛ خو له عزت او ځواک سره.»

که څه هم اسلامي امارت د چین لاس ته د بګرام هوايي اډې د لوېدلو ادعا په تړاو تازه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې ورته څرګندونې په کلکه رد کړې دي.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې د ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې بې اساسه او د مالوماتو د خلا زېږنده بللې وې.

مجاهد زیاته کړې: « د وسلو موضوع، د امنیت موضوع، د بګرام موضوع او نور موضوعات چې دوی یې مطرح کوي، ټول ناسم دي. اسلامي امارت پر افغانستان حاکمیت لري، بګرام هم د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې دی.»

د سیاسي چارو شنونکي که څه هم له افغانستانه د امریکا وتل په سیمه او نړۍ کې په مستقیم ډول له کومې ځانګړې پېښې سره تړلي نه بولي، خو وايي دغه څه د روسیې په څېر د امریکا پیاوړو سیالانو ته د لویو پرېکړو د نیولو جرئت ورکړ.

دوی دغه راز د بګرام اډې په تړاو د ټرمپ څرګندونې د فشار راوستو د یوې الې په توګه یادوي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « په افغانستان کې د امریکا ماتې د دې سبب شوه چې د امریکا په سیالانو کې چې کوم وهم او ډار و یا رقابتي سیسټم کې د امریکا پرمختګ و، هغه راکم شي. همدارنګه دوی ډاډمن شي چې امریکا اوس په هغه حالت کې نه ده، یانې دا چې افغانستان ماتې ورکولی شي، نو موږ یې هم ورکولی شو.»    

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « ټرمپ غواړي د دې اډې تر لاسه کولو لپاره بهانې ولټوي، ترڅو دغه اډه ترلاسه او د چین او روسانو پر وړاندې وکاروي.»       

واک ته له رسېدو وروسته دا څوم ځل دی چې ډونالډ ټرمپ په رسمي ناستو کې د پوځي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو او د خروج مسالې اړوند ورته څرګندونې کوي.

هغه څه چې سرپرست حکومت یې بې اساسه او له واقعیته لرې ګڼي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist