• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
راشد: ایران او پاکستان کې لاهم له ۱۰ زرو ډېر افغانان بندیان دي

راشد: ایران او پاکستان کې لاهم له ۱۰ زرو ډېر افغانان بندیان دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/15

له تېرو څو کلونو راهیسې په ايران او پاکستان کې مېشت افغان کډوال له دوى سره د تاوتریخوالي او د پوليسو پر سخت چلن نيوکه کوي او ځينې یې وايي، سره له دې چې قانوني اسناد لري د ايراني پوليسو له خوا وهل کېږي او زنداني کېږي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت معین له شمشاد سره مرکه کې ویلي، په  پاکستان او ایران  کې نږدې ١١زره افغانان بندیان دي.

 مولوري عبدالرحمان راشد زیاتوي، تراوسه پورې د یادو هېوادونو له بندخونو نږدې ٦ زره بندیان آزاد او هېواد ته رالېږدول شوي دي.

د راشد په خبره، دغه هېوادوال  د بېلابېلو جرمونو په تور ګاونډیو هېوادونو کې نیول شوي او سرپرست حکومت هڅه  کوي چې قضیې یې وڅېړي او هېواد ته یې راولېږدوي.

راشد په دې اړه وايي: « تقریبا ً ۲ زره ۵۰۰ تنه مهاجران د پاکستان په زندانونو کې شته دي؛ مخکې دغه کچه له ۵ تر ۶ زرو وه، چې د سفارت او مهاجرینو د اتشو د ډېپلوماټیکو هڅو په پایله کې ډېری هغه آزاد شول. همدارنګه په ایران کې مو هم شاوخوا ۸ زره بندیان لرل. د اسلامي امارت ورغلي پلاوي د هغوی له چارواکو سره خبرې وکړې چې په پایله کې یې له موږ سره د ۱ زر ۵۰۰ تنو بندیانو د سپارلو ژمنه کړې چې افغانستان ته به لېږدول کېږي.»

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او بېرته راستنولو لړۍ تېر کال په اکټوبر میاشت کې پيل شوه او د مسوولینو په خبره، په دې موده کې له پاکستان ۵۰۰ زره افغان کډوال او له ایران هم تر ۱میلیون ډېر افغانان هېواد ته را ستانه کړای شول.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال زیاتوي: « شاوخوا ۵۵۰ زره مهاجرین له پاکستان راستانه شوي او شاوخوا ۱ میلیون ۷۰۰ زره له ایران هېواد بېرته راستانه شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ پاکستان د کورنیو چارو وزارت له ټولو ناقانونه کډوالو او د افغان تابعیت یا (اې .سي.‌سي) کارټ لرونکو کډوالو غوښتي چې د روان ۲۰۲۵ کال د اپرېل تر لومړۍ نیټې مخکې دغه هېواد پرېږدي.

راشد  دا پریکړه غندي او له پاکستان او ایران غواړي چې د کډوالۍ نړیوالو اصولو او قوانینو ته درناوی وکړي.

راشد په دې اړه وايي: « باید مهاجرین دا ډول ونه ځوروي، موږ د افغان مهاجرانو له کوربه هېوادونو او په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان چې ورسره ګډې پولې، دیني او ژبني مشترکات لرو، غوښتنه کوو چې زموږ له مهاجرانو سره ښه چلن وکړي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت معین مولوي عبدالرحمن راشد له شمشاد سره په دې مرکه کې دغه راز ویلي، په نږدې راتلونکي کې به په هېواد کې دننه هغو کډوالو او بې ‌ځایه شویو ته چې سرپناه نه لري، ځمکې ووېشل شي او په وینا یې، ګاونډیو هېوادونو سره په خبرو بوخت دي ترڅو افغان کډوال په زور او جبر ونه باسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده
افغانستان

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی
افغانستان

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي
افغانستان

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې
افغانستان

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی
افغانستان

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025

وروستي خبرونه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

جون 15, 2025
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

جون 15, 2025
شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist