Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې سوداګرې ښځې د اسانتیاوو او تجهیزاتو غوښتنه کوي

بلخ کې سوداګرې ښځې د اسانتیاوو او تجهیزاتو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/15

د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې د رابعه بلخي بازار د دې ولایت ښځینه صنعتګرو او متشبثانو ته ځانګړی شوی.

دا مهال دغه ځانګړي بازار کې شاوخوا ۳۰۰ ښځې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

دغه سوداګرې ښځې د خپلو تولیداتو د ودې او ترویج لپاره په بازار کې د اسانتیاوو او تجهیزاتو د غوښتنې ترڅنګ، د ورته بازارونو په رامنځته کېدو ټینګار کوي.

متشبثه ښځه نجیبه خلیلي وايي: « زموږ ډېر فعالیت د ښځینه او ماشومانه جامو په برخه کې دی. موږ غوښتنه کوو چې دغه شان نور مارکېټونه هم د ښځو لپاره جوړ شي، ترڅو موږ او نورې ښځې هم وکولی شي خپل تولیدات په کې وپلوري.»

یوه بله متشبثه ښځه اسله نوابي وايي: « له امنیتي پلوه هېڅ ستونزه نه لرو، خو له اقتصادي او کاري پلوه ستونزې لرو. باید زموږ د کار لپاره سم سیسټم، اسانتیاوې او ماشینونه راوړل شي. هرڅومره چې وسایل ډېر شي، زموږ کار ښه پرمخ ځي.»

د رابعه بلخي بازار متشبثې ښځې سره له دې چې په بازار کې د بېلا بېلو توکو په جوړولو، تولید او پخولو بوختې دي، د خپلو چارو د لا پرمختګ لپاره د سرپرست حکومت او همکارو بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کوي.

بلخ کې د رابعه بلخي بازار مسوول مدیره ناهیده وايي:« دلته د لاسي صنایعو، غالۍ اوبدلو، د غوړیو تولیدولو، رسټورانټ او شیریني پخولو برخې فعالیت لري چې په کې له ۳۰۰ تنو زیاتې ښځې کار او فعالیت کوي. د دې ځای ښځې تر ډېره د دوکانونو غوښتنه کوي؛ دوی غواړي دلته خپل دوکان او فعالیت ولري. موږ له حکومت او نورو بنسټونو غوښتنه کوو، که څه هم له موږ سره همکار دي، له دې وروسته هم خپلې همکارۍ ته ادامه ورکړي، د ښځو لپاره دغه شان نور ځانګړي بازارونه او مارکېټونه هم جوړ کړي، ترڅو لا ډېرې ښځې په کار او فعالیت بوختې شي.»

په ورته وخت کې د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین په سوداګریزه برخه کې د ښځو پر ملاتړ ټینګار کوي او دغه راز  د ولایت پر کچه د ښځو لپاره د یوه بل ځانګړي بازار له پلان کېدو هم خبر ورکوي.

 د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیر احمد نیازی وايي: « له ۲۵۰ تر ۳۰۰ تنې ښځې په رابعه بلخي کې فعالیت لري او همدومره نورې په خدیجة الکبرا کې هم فعالیت لري. د بلخ ولایت مسوولین تصمیم لري چې د ښځو لپاره یو بل مارکېټ هم جوړ کړي، ترڅو د دوی ستونزې په ټولیزه توګه حل شي. د دې مارکېټ لومړني کارونه مخته تللي او په نږدې وخت کې به پرانیستل شي.»

د بلخ‌ په مرکز مزار شریف ښار کې رابعه بلخي او خدیجة الکبرا سوداګریز مرکزونه د ښځو لپاره هغه لوی ځانګړي شوي بازارونه دي چې دا مهال په کې سلګونه ښځې په لویو او کوچنیو سوداګریو بوختې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist