Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د تورخم لارې له تړل کېدو سره په بازارونو کې د توکو نرخونه لوړ شوې

د تورخم لارې له تړل کېدو سره په بازارونو کې د توکو نرخونه لوړ شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/12

د پاکستاني ځواکونو له خوا د تورخم لارې له تړل کېدو درې اوونۍ پوره شوې، خو له څو ځلې خبرو سربېره دغه لاره د مسافرو د تګ راتګ او سوداګریزې راکړې ورکړې پرمخ نه ده خلاصه شوې.

 د دې لارې د تړل کېدو له امله پښتونخوا او پاکستان ته د تورخم له لارې د افغانستان صادرات او واردات درول شوي چې له امله یې په بازارونو کې د کرنیزو محصولاتو او تازه مېوو نرخونه بې ساري لوړ شوې دي.

یو شمیر کابل ښاریان له سرپرست حکومته غواړي چې پر بازارونو کنټرول ډېر کړي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی عبدالله وايي:« خلک ډېر غریب، بېوزله او مظلوم دي، هېڅ نه لري. له یوې خوا لاره بنده ده، بله خوا روژه ده او له بلې خوا ګراني ده. پخوا مې مېوه چارک په ۱۰۰ افغانۍ اخیسته، اوس ۱۵۰ افغانۍ ده. حکومت باید بازار کنټرول کړي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی جمال وايي: « بېکاري ده، د تورخم لاره بنده ده او مزدوري هم نه شته. زه له تورخم څخه کابل ته په مزدورۍ پسې راغلی یم، خو دلته هم کار نه پيدا کېږي.»         

یو شمیر مېوه پلورونکي او هټيوال هم مني چې د تورخم لارې له بندېدو سره په بازار کې د افغاني مېوو نرخونه ښکته شوي خو برعکس د پاکستاني مېوو نرخونه د پام وړ پورته شوي دي.

د دوی په خبره، د یو کارتن کینو او مالټو په بیه کې ۲۵۰ افغانۍ لوړوالی راغلی.

مېوه پلورونکی جمشېد وايي:« د پاکستان لارې بندېدو راهیسې مېوه ډېره لوړه شوې، په هره ټوکرۍ کې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ افغانیو بیې لوړې شوې. له دې وړاندې یو کرېټ کینو په ۶۰۰ افغانۍ وې، خو اوس په ۱۰۰۰ افغانۍ راځي. له حکومت غوښتنه کوم له هغوی سره توافق وکړي او لاره خلاصه کړي.»

ترکاري پلورونکی عبدالاحد وايي:« د لارې له بندېدو سره زیاته قېمتي راغلې. پرون بامیه په۶۰۰  وه او نن په ۷۰۰ افغانۍ ده. هره کیلو کې ۳۰ تر ۴۰ افغانۍ توپير راغلی.»

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولین د سوداګرو پرمخ د تورخم لارې تړل د دواړو هېوادونو پر زیان ګڼي او زیاتوي، د تېرو کلونو پرتله پاکستان سره د سوداګرۍ کچه له نیمايي هم ښکته شوې.

د دې خونې مسوولین ډاډ ورکوي چې د یادې لارې د پرانیستلو لپاره یې هلې ځلې کړې او تمه لري چې په نږدې ورځو کې به تورخم لاره د مسافرو او سوداګریزو توکو پرمخ خلاصه شي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي: « په دې وروستیو کې د ځینو دلایلو له امله پاکستان سره زموږ تجارتي او ټرانزیټي اړیکې خرابې شوې دي، نو له امله یې پاکستان سره زموږ داخلي تجارت کم شوی. یو وخت مو د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت تجارت درلود، خو اوس ۸ سوه میلیون ډالرو ته ښکته شوی. ځینې داسې مواد دي چې موږ مجبور یو له پاکستان څخه یې راوړو، لکه تازه مېوې. د کال په دې فصل کې د افغانستان خپله مېوه او ترکاري نه رسېږي، ځکه نو له پاکستان څخه راوړل کېږي.»

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګریزې خونې اجرائیوي رئيس نقیب الله ساپی وايي: « د خصوصي سکټور په کچه افغان سوداګرو او قومي مشرانو د پاکستان له سوداګرو او قومي مشرانو سره ناسته درلوده. دغې ناستې څه نا څه مثبت انګیزه جوړه کړه، ترڅو د دواړو خواوو ترمنځ خبرې پیل شي. د خبرو لړۍ پيل شوه او په څو ورځو کې به بیا سره کېني او تمه کېږي چې د دواړو خواوو خصوصي سکټور حکومتونه مجبور کړي چې لاره خلاصه کړي.»

د تورخم لاره شاوخوا ۲۱ ورځې وړاندې وروسته له هغې وتړل شوه چې د اسلامي امارت ځواکونو پر ډېورنډ فرضي کرښه خپلې خواته د امنیتي تأسیساتو جوړول پيل کړ، خو پاکستاني ځواکونو یې د مخنیوي لپاره برید وکړ. د دواړو خواوو ترمنځ وسله والو نښتو کې پر پراخ مالي زیان سربېره، ځان مرګ ژوبله هم واوښته.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist