• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا: د داعش فعالیت د نړۍ امنیت ته ګواښ دی او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي

د افغانستان په تړاو د امنیت شورا ناسته؛ د هېوادونو استازو بېلابېل دریځونه لرل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/12

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان وضعیت ارزونې او په تړاو یې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان دایمي استازو په ګډون د یو شمېر هېوادونو د درېځ کوربه وه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرۍ پراخېدا په تړاو اندېښنه ښودلې او له سرپرست حکومت یې غوښتي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي او ډاډ ورکړي چې دغه هېواد د وسله ‌والو پر خوندي پټنځای نه بدلېږي.

ډوروټي شې له نړۍ سره د سرپرست حکومت د تعامل پر غوښتنې شک ښودلی او ویلي يې دي، په داسې حکومت باور نه شي کېدای چې په خبره یې له ترهګرو سره اړیکې لري او د خپلو خلکو بنسټیز حقونه او اړتیاوې له پامه غورځوي.

هغې زیاته کړې: « امریکا د دوحې پروسې په لړ کې له نړۍ سره د ښه نیت له مخې تعامل ته د طالبانو پر لېوالتیا شکمنه ده. موږ پر داسې یوې ډلې باور نه شو کولی چې امریکایان بندیانوي، په خپله خاوره کې ترهګرو ډلو ته د پناه ورکولو اوږد تاریخ لري او د خپلو وګړو بنسټیز حقونه او اړتیاوې له پامه غورځوي. موږ مسوولانه عمل کولو ته د طالبانو رابللو پر ګډې غوښتنې اجماع ساتلو په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا له غړو سره کار کولو ته په تمه یو.»

د دې خلاف د روسیې استازي د پردیو لیدلورو او د لومړیتوبونو له تحمیل پرته له سرپرست حکومت سره تعامل او ډیالوګ یوازینۍ حل لار، په نړۍ کې د افغانستان د بیاځلې ادغامېدو او له موجوده بن ‌بست د وتلو لپاره حیاتي بللې.

واسلي نبېنزیا د سوله ‌ییز او له نشه ‌یي توکو پاک افغانستان ملاتړ ترڅنګ په هېواد کې د ټولیز او اقتصادي پرمختګ خبره کړې او له نړۍ یې غوښتي چې له سرپرست حکومت سره د ټکر له کبله له افغانانو سره بشري مرستې سیاسي نه کړي.

هغه زیاتوي:« روسیه په جامع ډول په سوله ‌ییز او هوسا هېواد کې چې له ترهګرۍ او نشه‌ یي توکو پاک وي، د افغانانو د ژوند کولو له حق او اړتیاوو ملاتړ کوي. هغه څه چې د سیمې د نظم او ثبات لپاره اړین او کلیدي دي. دوامداره او باثباته سوله هغه مهال شونې ده چې موږ پر افغانانو د نورو لیدلورو او لومړیتوبونو له تحمیل پرته د سرپرست حکومت له چارواکو سره ډیالوګ ته مخه کړو. دا له موجوده بن ‌بست د راوتو او له نړۍ سره د تعامل او بیاځلې ادغام لپاره چې افغانستان پرې تکیه دی؛ یوازینۍ حل لاره ده.»

د چین دایمي استازي د سرپرست حکومت پر چارواکو د سفر بندیزونو د معافیت غځولو ترڅنګ دغه کار له نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل لپاره اړین فکتور بللی.

فو کونګ له ټولو مرستندویه نړیوالو ادارو او سازمانونو غوښتي چې له افغانانو سره خپلې بشري مرستې جاري وساتي او په خبره یې له دې مرستو پر سرپرست حکومت د فشار راوړلو په توګه کار وا نه ‌خلي.

فو کونګ په دې اړه ویلي: « چین د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د دوه ‌اړخیز باور له پیاوړتیا او د خبرو اترو له لارې ګډو اندېښتو ته له رسېدو ملاتړ کوي. چین له امنیت شورا غواړي چې د سرپرست حکومت پر چارواکو د سفر پر بندیزونو معافیت وغځوي او په دې برخه کې د ۱۹۸۸زېږدیز کال د بندیزونو رژیم په وخت سره تنظیم کړي، ترڅو له نړۍ سره د سرپرست حکومت تعامل ته لاره هواره شي.»

د دې ټولو خلاف د پاکستان استازي یو ځل بیا تور پورې کړ چې ګڼې وسله ‌والې ډلې د افغانستان له خاورې په ګټه اخیستنې پر پاکستان بریدونه کوي.

منیراکرم ادعا کړې چې دغه وسله ‌والې ډلې له ډېورند کرښې داغاړه خوندي پټنځایونه لري چې په وینا یې هلته  د دې هېواد پوځ او ادارې پر نښه کوي.

منیراکرم زیاته کړې:« له بده مرغه له داعش سره د مبارزې سربېره، د کابل چارواکي د القاعدې، ټي‌ټي‌پي او د مجید برېګډ په ګډون له هغو بلوچ وسله ‌والو سیمې او نړۍ ته د ورپېښو ګواښونو په  کابو کولو کې پاتې راغلي چې دا مهال په افغانستان کې دي. ټي‌ټي‌پي چې دا مهال ۶ زره جنګیالي لري، تر ټولو لویه وسله ‌واله ډله ده چې له افغانستانه فعالیت لري. د کرښې دې غاړه کې د خوندي پټنځایونو په لرلو سره ټي‌ټي‌پي د پاکستان د پوځ، ملکیانو او ادارو پر وړاندې ګڼ بریدونه کړي چې سلګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.»

په دې ناسته کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې روزا اتونبایوا د افغانستان د وضعیت په تړاو راپور وړاندې کړ او له نړۍ سره د تعامل لپاره یې له سرپرست حکومت وغوښتل چې پر افغانانو وضع شوي محدودیتونه لرې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده
افغانستان

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی
افغانستان

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي
افغانستان

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې
افغانستان

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی
افغانستان

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025

وروستي خبرونه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

جون 15, 2025
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

جون 15, 2025
شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist