Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له جوزجان ولایت د وطني غالیو صادرات ډېر شوي

له جوزجان ولایت د وطني غالیو صادرات ډېر شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/10

د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې د وطني غالیو اوبدلو او پروسېس یوه کارخونه کې دا مهال ۳ زره ۵۰۰ تنه نارینه او ښځینه کارګران په غالۍ اوبدلو او اړوند کارونو بوخت دي.

د لاسونو په وسیله دغه بېلابېلې اوبدل شوې غالۍ پر کورني بازار سربېره، نړیوال مارکېټ کې هم د پېرودونکو د خوښې وړ ګرځېدلې او په ښه بیه یې پېري.

د کارخونې مسوولین د وطني غاليو د صادراتو زياتېدو له امله د دې لرغوني او مشهور صنعت ودې ته خوشبين دي.

د غاليو اوبدلو کارخونې مسوول عبدالغفار ایلچ وايي: « موږ په یوه میاشت کې تر ۲۰۰۰ مترو پورې تولید لرو چې شاوخوا ۱۸۰۰ متره یې بهر ته استوو او تقریبا ً هره ورځ بسته بندي لرو. زموږ د تولیداتو ۱۵ سلنه پاکستان ته ځي، هغه هم یو ښه مشتري دی.»

د وطنۍ غالیو په یاده کارخونه کې کارکوونکي چې د غاليو پر اوبدلو، مینځلو او پروسېس بوخت دي، د دې صنعت پر ملاتړ ټینګار لري او له سوداګرو هم غواړي چې په مختلفو برخو کې په کور دننه پانګونه وکړي.

یو تن غالۍ اوبدونکی وايي: « موږ دلته کار کوو او په میاشتني ډول له اتو تر لسو زرو افغانۍ پيدا کوو. زما ماشومان ښوونځي ته ځي او زه دلته کار کوم.»

د غالۍ اوبدلو یو تن بل کارګر وايي: « کومې غالۍ چې دلته تولیدېږي، ټولې بهر ته ځي، ځکه موږ ته له بهر فرمایش راکول کېږي. دا ډېره ښه ده چې له بهر فرمایش راځي، ځکه موږ ټولو ته د کار زمینه برابرېږي.»

په همدې حال کې د جوزجان ځايي چارواکي په دې ولایت کې د غالۍ اوبدلو لرغوني صنعت د ودې او ملاتړ په موخه د ځینو پروګرامونو د جوړېدو خبر ورکوي.

د جوزجان  صنعت او سوداګرۍ ریاست کې د متشبثینو ملاتړ مدیر غلام فاروق

یعقوبي وايي: « له دې وړاندې زموږ غالۍ د ګاونډیو هېوادونو په نوم صادرېدلې. غالۍ له دې ځایه پاکستان ته تللې او هلته یې ځینې کارونه ترسره کېدل او بیا د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته صادرېدلې او ډېره ګټه یې هم پاکستان ته رسېدله. اوس د غالیو اوبدل، پروسېس، مینځل او نور کارونه ټول همدلته کېږي او بیا له افغانستانه د افغانستان په نوم صادرېږي او ګټه یې هم افغانستان ته رسېږي.»

د جوزجان ولایت صنعت او سوداګرۍ ریاست د مالوماتو له مخې، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې دا مهال د غاليو اوبدلو۸۰ کارخونې فعالیت لري چې په کې ۱۲۴ زره ښځینه او ۶ زره نارینه کارګران پر کار بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist