• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا: پاکستان کې بهرني ډېپلوماټان د ترهګریزو بریدونو له ګواښ سره مخ دي

امریکا: پاکستان کې بهرني ډېپلوماټان د ترهګریزو بریدونو له ګواښ سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/10

د پاکستان تر کنټرول لاندې قبايلي سيمې او خيبرپښتونخوا په دې وروستيو کې د نا امنۍ له پراخې څپې سره مخ دي او نږدې هره ورځ پر پاکستاني ځواکونو، نظامي مرکزونو او عامه تأسیساتو مرګوني بريدونه کېږي.

دغه هېواد کې تازه نا امنیو او بریدونو ته په کتو، د امريکا حکومت حتا په اسلام ‌اباد کې ډېپلوماټيکې ساحې او خپل ډېپلوماټان د بريدونو له خطر سره مخ بللي.

د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې د همدې خطرونو له امله خپلو وګړو ته لارښوونه کړې چې پاکستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

د اعلامیې یوه برخه:« ترهګر ممکن ډېرې کمې او يا له هېڅ خبرتیا پرته برید وکړي او موخه به یې د ټرانسپورټ مرکزونه، بازارونه، سوداګریز مرکزونه، پوځي تأسیسات، هوایې ډګرونه، پوهنتونونه، سیاحتي ځایونه، ښوونځي، روغتونونه، عبادت ځایونه او دولتي تأسیسات وي.»

سرچینې خيبرپښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان او هند ترمنځ پولې ته نږدې سیمې له امنيتي پلوه تر نورو زياتې ګواښوونکې يادې کړې دي او د اعلاميې له مخې، دغو سیمو کې د وسله ‌والو نښتو امکان ډېر دی.

د پوځي چارو کارپوهان وضعیت ته په کتو پاکستان یو نا امن هېواد ګڼي او وایي، دغه هېواد د خپلو غلطو پالیسیو د تعقیب له امله په سیاسي او امنیتي بې ثباتۍ کې ډوب شوی.

 دوی غوښتنه کوي چې پاکستان دې پر خپلو پالیسیو له سره غور وکړي.

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: « پاکستان دا مهال یو نا خوندي هېواد دی. د دوی د خپلو چارواکو او رسنیو په خبره، په پاکستان کې هغه پېښې دوه یا درې چنده ډېرې شوې  دي چې دوی یې تروریستي ګڼي. له امنیتي او اقتصادي پلوه هم د پاکستان ستونزې فوق العاده ډېرې شوې دي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه ابوالحسن صالحي وايي: « په دې وروستیو کې د پاکستان کورنۍ ستونزې او امنیتي پېښې ډېرې شوې او له امله یې د ډېرو هېوادونو او په ځانګړې توګه امریکا اندېښنې را پارولې دي؛ ځکه چې دا مهال امریکايي وګړي په پاکستان کې له ګواښونو سره مخ دي.»    

ځينې نور بیا امريکايي وګړو ته د بهرنیو چارو وزارت د خبرداري او لارښوونې لامل د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو کې د نا امنيو شدت ګڼي او له اوسني وضعیت د پاکستان وتلو لپاره له نړيوال تروريزم سره د پاکستان د همکاريو پرې کول د تجويز په توګه وړاندې کوي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالصادق حمیدزوی وايي:« زه فکر کوم د پاکستان خارجي سیاست او هغه لوبې چې دوی یې په نړۍ کې نندارې ته وړاندې کوي، مسوولیت یې هم د دوی پر غاړه دی. پاکستان باید خپلې پالیسۍ او سیاستونه داسې غوره کړي چې پر ډېپلوماسۍ او خلوص استوار وي. باید په سیمه کې داسې ژبه پيدا کړي چې د باور وړ وي.»

د پاکستاني طالبانو غورځنګ (ټي.ټي.پي) څو ورځې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا وکړه چې یوازې په فبرورۍ میاشت کې د پاکستان پر پوځیانو، پولیسو او استخباراتي کارکوونکو ۱۴۷ هدفي او تعرضي بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۱۸۰ تنو پاکستاني نظامیانو ته مرګ ژوبله اړولې

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان دفاع وزير: هند د پاکستان خلاف جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ کوي
نړۍ

د پاکستان دفاع وزير: هند د پاکستان خلاف جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ کوي

جون 16, 2025
اسراییلو پوځ: د ايران هوايي دفاع سیسټم مو ویجاړ کړی او پر فضا یې واکمن یو
نړۍ

اسراییلو پوځ: د ايران هوايي دفاع سیسټم مو ویجاړ کړی او پر فضا یې واکمن یو

جون 16, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده
نړۍ

د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

جون 15, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي
نړۍ

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي
نړۍ

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

مې 31, 2025
کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی
نړۍ

ټي.ټي.پي: وروستیو کې مو د پاکستان له پوځ درې مهم مرکزونه نیولي

مې 28, 2025

وروستي خبرونه

صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګوادر بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي

صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګوادر بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي

جون 17, 2025
غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو

غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو

جون 17, 2025
ملګرو ملتونه: افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

ملګرو ملتونه: افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

جون 16, 2025
د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

جون 16, 2025
د پاکستان دفاع وزير: هند د پاکستان خلاف جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ کوي

د پاکستان دفاع وزير: هند د پاکستان خلاف جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ کوي

جون 16, 2025
افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

جون 16, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist