Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان بانک سرپرست پر مشرۍ یو پلاوی روسیې ته په سفر تللی  

د افغانستان بانک سرپرست پر مشرۍ یو پلاوی روسیې ته په سفر تللی  

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/19

د افغانستان بانک سرپرست نور احمد آغا د یوه پلاوي پر مشرۍ په مالي چارو کې د سایبري امنیت نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه، د روسیې یکاترینبورګ ښار ته رسېدلی.

ټاکل شوې په دې کنفرانس کې چې د روانې فبرورۍ میاشتې تر ۲۰ نیټې پورې به دوام کوي، د بېلابېلو هېوادونو د مالي سکټور متخصصين او څېړونکي د بانکوالۍ پر لا عصري کولو، مالي امنيت او د سايبري ګواښونو د مخنيوي پر اغېزناکو لارو چارو خبرې وکړي.

د افغانستان بانک مسوولین وایي، پر يادو مسايلو سربېره به د کنفرانس ګډونوال د سایبري بریدونو پر وړاندې د مقاومت لوړولو، ډیجیټلي بانکوالۍ او د نويو ټکنالوژیو د امنیتي چوکاټونو پر پراختیا هم خبرې وکړي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي: « د افغانستان بانک د ټولو رییس ښاغلي نور احمد آغا پر مشرۍ یو پلاوی د روسیې هېواد ته ولاړ، ترڅو په مالي چارو کې د سایبري امنیت نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي. په دې کنفرانس کې د نړۍ د اکثریت هېوادونو د مالي او بانکي بنسټونو مشران، متخصصان، څېړونکي او نور غړي ګډون لري. په دې کنفرانس کې به د سایبري امنیت، د عصري بانکوالۍ سیسټمونو رامنځته کولو او همدارنګه د سایبر ننګونو پر وړاندې د معاصرو تدابیرو رامنځته کولو په اړه بحثونه ترسره شي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان دغه کنفرانس د سايبري امنيت په برخه کې د نويو تجربو ترلاسه کولو او د بانکي سکټور د سايبري امنيت خونديتوب په موخه د تدابیرو پياوړتيا لپاره مهم بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « دا کنفرانس په څو برخو کې د افغانستان لپاره مهم دی، یو دا چې موږ باید له هغو تجربو او کنفرانسونو خبر شو چې څنګه د افغانستان د بانکونو او پیسو امنیت ساتلی شو، یا دا چې افغانستان څنګه کولی شي بانکي اړیکې ټینګې کړي. همدارنګه په دغو کنفرانسونو کې له نورو بانکونو سره په مالي او نورو برخو کې اړیکې ټینګېږي.»  

ځينې نور بیا وايي، د اقتصادي ودې لپاره اړتیا ده چې پر بانکونو لګېدلي بندیزونه لرې شي او د روسيې په کوربه‌ توب د اوسني کنفرانس د ورته ناستو له لارې، سرپرست حکومت په دې اړه نړيوالو ته ډاډ ورکولی شي.

د اقتصادي چارو شنونکی استاد مسعود وايي: «دوی باید هلته زده کړه وکړي او دلته یې را انتقال کړي. زه فکر کوم یوه لویه لاسته راوړنه به منځته راشي او ترڅنګ به یې هغه حرکتونه چې د افغانستان مرکزي بانک ترسره کړي او هلته راپور لري، زه فکر کوم چې حتا کولی شي د نورو مرکزي بانکونو اعتبارونه د افغانستان له مرکزي بانک سره ایجاد کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « دا ډول مجسلونه ډېر ګټور دي، ترڅو موږ وکولی شو له ورځنیو شرایطو سره ځان عیار کړو. دا ډول ورکشاپونه او کنفرانسونه ګواښونو ته د چمتو کېدو او له دې ګواښونو د مخنیوي لپاره اړین دي او کولی شي زموږ د بانکي سیسټمونو اعتبار لوړ کړي.»  

په دې کنفرانس کې د افغانستان بانک پلاوی داسې مهال ګډون کوي چې پر بانکي سکټور لګېدلو بندیزونو د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز کړی او دغو محدودیتونو نړیوالو بانکونو ته د افغانستان د بانکونو لاسرسی له ستونزو سره مخ کړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist