• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هند سوداګرۍ وزارت: تېر کال له افغانستانه  د څه باندې۶۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت واردات شوي

د هند سوداګرۍ وزارت: تېر کال له افغانستانه  د څه باندې۶۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت واردات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/18

د افغانستان او هند سوداګرۍ وزارتونو د وروستيو درېیو کلونو په نسبت تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د غوړېدا غوره کال بللی.

هندي رسنیو د دې هېواد د سوداګرۍ وزارت له قوله لیکلي، له افغانستانه هند ته د صادراتو کچه په تېر کال کې د ریکارډ کچې ته پورته شوې او څه باندې ۶۴۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

له افغانستانه هند ته په دې صارداتي توکو کې تازه او وچه مېوه، انځر، هوږه، زعفراڼ او پیاز شامل دي.

د هند چاپ انډیا ډاټ کام ورځپاڼې لیکلي: « د هند سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې، هند ته د افغاني توکو د صادراتو کچه چې له دې وړاندې ۵۰۹.۴۹ ميليونه ډالره وه، له ۲۰۲۳ کال تر ۲۰۲۴ کال پورې د ریکارډ کچې ۶۴۲.۲۹ ميليونو ډالرو ته لوړه شوې چې دا د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کې لوی بدلون ښيي.»

د هند سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، د تېرو ۱۶ کلونو پرتله په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ مالي کالونو کې افغانستان ته تر ټولو لږ صادرات شوي.

بل پلو، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم د تېر زېږدیز کال په وروستیو ۱۰ میاشتو کې له هند سره د سوداګریزې راکړه ورکړې کچه ۷۶۳ میلیونه ډالر ښيي چې په خبره یې، ۵۴۱ میلیونه یې صادرات او پاتې ۲۲۲ میلیونه هغه یې واردات دي.

هند ته د افغانستان په صادراتي توکو کې انځر، اينجه، زعفراڼ، ممیز، زڼکۍ يا زیره او بادام او بر عکس له هند افغانستان ته وارداتي توکو کې درمل، بېلابېل واکسینونه، خوراکي توکي، د صنعتي کارخونو لپاره خام مواد، البسه او پلاستیکي توکي شامل دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند  اخندزاده عبدالسلام جواد وايي:« د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې له هندوستان سره د افغانستان سوداګري د ۷۳۶ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت وه چې له ډلې یې ۵۴۱ میلیونه ډالره صادرات او ۲۲۲ میلیونه ډالره هم واردات تشکیلوي. هندوستان ته د افغانستان په لویو صادراتي توکو کې وچ انځر، اینجه، زعفراڼ، ممیز، شینه زیره او بادام شامل دي او په عمده وارداتي توکو کې بوره، د صنعتي فابریکو خام مواد، نوې البسه، ډاډه شوي نخود، او بنجاره شامل دي.» 

د دې ترڅنګ، افغانستان له ایران او ترکیې وروسته هند ته د مڼو ستر صادروونکی هېواد هم یاد شوی دی.

د اقتصادي چارو شنونکي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لرغونې او تاریخي بولي او زیاتوي، دغه اړیکې له ځینو پېچلو پړاونو پرته، پېړیو راهیسې تل په ښه او مناسب حالت کې پاتې شوې دي.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « په ټولو دورو کې، پرته له دې چې افغانستان کې حاکم نظام ته وکتل شي، هندوستان له افغانستان سره تر ټولو غوره تجارتي اړیکې جوړې کړې او د دواړو هېوادونو د خلکو یو ښه صنعتي او دودیز بازار دی. زه فکر کوم چې حتا په ډېرو سختو شرایطو کې هم هندیانو د تجارت په برخه کې له افغانستان سره مرسته کړې، تعرفې یې دومره راټيټې کړې دي چې د افغانستان توکي د سیالۍ او رقابت وړتیا پيدا کړي.»

د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د کچې لوړېدل داسې مهال دي چې څه باندې یوه میاشت وړاندې د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال وېکرم مسري، متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ، په ایران کې د چابهار بندر له لارې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې پر مسایلو هم خبرې وکړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist