• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خالص: افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه سخت زیانمن شوی

خالص: افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه سخت زیانمن شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/16

د اقلیمي بدلون ملي کنفرانس د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په نوښت په کابل کې جوړشو چې په کې د ملګرو ملتونو د استازې ترڅنګ، د ګڼ شمېر هېوادونو استازو هم ونډه اخیستې وه.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست مطیع الله خالص کنفرانس د وینا پرمهال وویل، اقلیمي بدلون د افغانانو پر ژوند او اقتصاد ژور اغېز کړې، وچکالي، د موسمي بدلون بې نظمي او د بارانونو کمښت یې رامنځته کړی چې له امله یې د سېلابونو زیاتوالي د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکټور ځپلی او د افغانستان ټولنیز او اقتصاد ثبات یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

خالص په دې اړه وايي: « په افغانستان کې اقلیمي بدلون زموږ پر ژوند او اقتصاد ژور اغېز کړی. د وچکالیو اوږدېدو، د بارانونو کمېدو، د موسمي بدلون بې نظمۍ او د طبیعي پېښو لکه سېلابونو زیاتېدو، زموږ د کرنې او مالدارۍ سکټور او د خلکو ژوند له سخت ګواښ او ستونزو سره مخ کړی. اقلیمي بدلون نه یوازې زموږ طبیعي چاپېریال ته زیان اړولی بلکې د افغانستان د خلکو ټولنیز او اقتصادي ثبات یې هم له ګواښ سره مخ کړی.»

په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزی وايي، له روسیې وروسته امریکا او ناټو د کیمیاوي وسلو په کارولو سره د افغانستان چاپیریال او اقلیم ته زیان رسولی او اوس باید په دغه برخه کې له افغانانو سره  مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې:« هغه کیمیاوي سلاوې چې د هغو ملکونو له خوا چې متأسفانه نن د بشري حقونو ادعاوې کوي او ځان د بشري حقونو په حساب پیش قدم ګڼي، د دوی له خوا دلته استعمال شوې. دوی دې ته ونه کتل چې افغانستان کې هم بشر موجود دی او باید موږ یې خراب نه کړو. اوس په دنیاوالو، په ملګرو ملتونو، په اروپايي ټولنې، په امریکا، همسایه او سیمه ییزو ملکونو باندې غږ کوم چې په دې مشکل وخت کې د افغانستان لاسنیوی وکړي. دا د دوی اخلاقي وظیفه ده، په ځانګړې توګه د هغو ملکونو چې د افغانستان محیط زیست یې خراب کړی، په تېره نیمه پېړۍ کې یې افغانستان ته زیانونه رسولي. دا پر دوی فرض دی چې افغانستان ته راشي، د افغانستان په بیا آبادولو، بیا رغولو او محیط زیست کې موږ سره مرسته وکړي.»

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي په دې اند دي چې د نړۍ پرمختللي هېوادونه د اقلیمي بدلون اصلي عوامل دي او باید دغه هېوادونه له اقلیمي بدلون زیانمنو هېوادونو ته غرامت ورکړي.

د دوی په خبره، نړۍ باید پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې کړي؛ ترڅو نړیوال بنسټونه په اسانۍ د افغانستان له چاپیریال ساتنې ادارې سره مرسته وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین سعدالدین سعید وايي: « پرمختللي هېوادونه چې د اقلیمي بدلون اصلي لامل دي، باید خپل مسوولیتونه ومني او د اقلیمي بدلون له امله زیانمن شویو هېوادونو ته جبران خساره ورکړي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وايي: « هغه څه چې په دې لاره کې ډېر مهم دي، دا دي چې باید بندیزونه او محدودیتونه لرې شي، ترڅو موسسې او نهادونه په اسانۍ سره وکولی شي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په ګډون زموږ له مختلفو ادارو سره هر اړخیزه همکاري ولري، د پیسو په نقل او انتقال کې له ستونزو سره مخامخ نه شي.»

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) مشر روزا اوتنبایوا وايي، نړۍ د اقلیمي بدلون له امله له جدي تودو څپو تېرېږي.

د اوتنبایوا په خبره، دغې تودې څپې او د تودوخې درجې لوړېدو یا په ټوله کې اقلیمي بدلون په افغانستان کې هم په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته زیانونه اړولي دي.

اوتنبایوا زیاتوي:« په افغانستان کې سختې تودخې او اقلیمي بدلون ګڼو خلکو ته زیانونه اړولي، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته. اقلیمي بدلون د افغانستان زرګونه خلک اغېزمن کړې دي. په کابل کې د اقلیمي بدلون منفي اغېزو له کبله اوبه لږې شوې او یا یې د اوبو کړکېچ زیات کړی. موږ باید ټولو ننګونو ته چمتوو و اوسو.»

د اسلامي امارت د سرپرست حکومت چارواکي وايي، د اقلیم بدلون موضوع نړیواله ستونزه ده او نړیوال باید دا موضوع سیاسي نه کړي بلکې له هر ډول توپیر او سیاست پرته، له افغانستان سره چې د اقلیم بدلون له لومړنیو قربانیانو دی، مرسته وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده
افغانستان

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی
افغانستان

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي
افغانستان

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې
افغانستان

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی
افغانستان

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025

وروستي خبرونه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

جون 15, 2025
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

جون 15, 2025
شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist