ډبرلیکنه یا کتیبه لیکنه د افغانستان یو لرغونی هنر دی او په ځانګړي ډول هرات کې له ډېرې پخوا راهیسې دود و، خو اوس د دې هنر یوازې دوه هنرلرونکي کسان پاتې دي.
د کتیبه لیکنې دا هنرمندان اندېښمن دي چې تر دوی وروسته به دا هنر ښايي ومري؛ ځکه د دوی په باور، هرات کې څوک نه دي پاتې چې دا هنر پر مخ یوسي.
نوید احمد صبري د هرات په لوی جامع جومات کې د کتیبه لیکنې یو هنرمند دی او۵۰ کاله یې په دې برخه کې تېر کړي.
صبري وايي، که سرپرست حکومت ورسره همکاري وکړي، کولی شي د دې هنر د ژوندي پاتې کېدو لپاره نوي ځوانان وروزي.
هغه زیاتوي: « زما عمر شاوخوا ۶۰ کاله دی او ۵۰ کاله کېږي چې خوشنویسي مې پيل کړې ده او په دې ۵۰ کالو کې مې د خطاطۍ ډول ډول کارونه ترسره کړې دي. د جوماتونو له کتیبه لیکنې نیولې تر قرآن لیکنې، خطاطۍ، لوحه لیکنې او دېته ورته نورو کارونو پورې.»
هرات کې د کتیبه لیکنې بل هنرمند علي محمد صبوري دی. نوموړی له تېرو ۳۷ کالو راهیسې د کتیبه لیکنې په برخه کې کار کوي او وايي، د تېر حکومت ورستیو کلونو کې دې هنر ته د پاملرنې کمېدو له امله کتیبه لیکونکي له یاد هنره لاس په سر شول.
صبوري زیاتوي: « حکومت باید له هر هنر لا ډېر ملاتړ وکړي. لکه څرنګه چې خطاطي له پخوانیو استادانو موږ ته په میراث پاتې ده، له موږ باید نورو ته په میراث پاتې شي. نور کسان باید راشي او وګوري چې دولت له دې هنر ملاتړ کوي، ترڅو هغوی لېوالتیا پیدا کړي، په دې کار مصروف شي او په دې سره دغه هنر ژوندی پاتې شي او لا وده وکړي.»
د هرات لوی جامع جومات کتیبو د تېرو زلزلو له امله سخت زیان لیدلی و، خو مسوولین وایي، ۵۰ سلنه زیانمنې شوې کتیبې یې بېرته رغولې دي.
د هرات جامع جومات کې د کاشي صنعت عمومي مدیر امید نیکنام وايي: « تر اوسه پورې مو ۵۰ سلنه کتیبې ترمیم کړې دي او ۵۰ سلنه پاتې نورې به هم د کتیبه جوړونې مدیریت په همکارۍ د خپل لایق او تجربه لرونکي ټیم په وسیله ترمیم کړو. په دې سره به د هرات جامع جومات خپله ښکلا او لومړنی حالت بېرته خپل کړي.»
په همدې حال کې، د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، د کتیبه لیکونکو د ملاتړ او کتیبه لیکنې هنر په ګډون د ټولو اسلامي او لرغونو هنرونو بیا را ژوندي کولو لپاره هڅې کوي.
د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر آمر حمیدالله غیاثي وايي: « موږ هڅه کوو ترڅو دغه هنر او همدارنګه هغه نور ظریف هنرونه ژوندي او خوندي وساتو چې د ځینو لرغونتوب د اسلام لومړیو ته رسېږي او موږ ته د فرهنګي میراث په توګه پاتې دي.»
د هرات جامع جومات کتیبه لیکونکي په داسې حال کې د دې هنر د زوال او د هنرمندانو د کمښت په اړه اندېښنه څرګندوي چې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په وینا، د دې ولایت لوی جامع جومات ۴۰سلنه برخه د کتیبه لیکنې له کاشیو جوړه شوې ده.