غلام حیدر د خپل عمر۱۰۳ کلنه اوږده لاره وهلې خو د لارې په پای کې هم د ځوانۍ کسب ته وفادار پاتې دی او په خپلو کمزورو لاسونو یې د پوستين(څرمنې) ګنډلو صنعت ژوندی ساتلی.
غلام حیدر وايي، د پوستین ګنډلو هنر د ده په رګ رګ کې ځای لري او نږدې د هرې ورځې ملګری يې دی.
د هغه لاسونه او ګوتې چې له تېرو ۱۰۰ کالو راهیسې یې د وختونو دروند پېټی پورته کړی، لاهم په حیرانوونکي مهارت سره په ستن کې تار پېیلی شي.
پوستین ګنډونکی غلام حیدر وايي: « زه له خپل مسلک سره دومره مینه لرم، که قبر ته هم څوک پوستکی راوړي، را جګېږم او کار پرې کوم. که عشق او علاقه نه وي، کار نه شو کولی. زه لاهم په مینه او علاقه خپل کار ته ادامه ورکوم.»
د غلام حیدر په کار ځای کې د پوستینونو ښایسته او رنګارنګ بېلګې د یوې اوږدې کیسې ښکارندويي کوي.
نوموړي په ماشومتوب کې له خپل پلاره دغه هنر زده کړی.
که څه هم حید په ژوند کې خورا سختۍ لیدلې دي، خو هېڅکله یې خپل هنر ته شا نه ده کړې.
هغه په خپل عمر کې شاواخو ۵۰۰ شاګردان هم روزلي او غواړي دغه هنر راتلونکو نسلونو ته هم پاتې شي.
هغه زیاتوي: « زما له لاسه ۵۰۰ تنو ښځو او نرانو کار زده کړی. په دې کې زموږ د کورنۍ غړي، بچیان، یتیمان او پردي شامل دي. زه دومره خیرخواه سړی وم چې هرڅوک به راغلل، ما له ځان سره نیول او کار مې ور زده کاوه. یو دوه کاله به یې ماسره کار وکړ او بیا به مې رخصت کړل.»
محمد اکبر د غلام حیدر زوم دی. ده هم د پوستین ګنډلو هنر له خپل خسر زده کړی او ۳۸ کاله کېږي چې د پوستین پر ګنډلو بوخت دی.
هغه وایي، اوس مهال په هرات کې ماشیني توکو له پوستین د جوړو شویو توکو ځای نیولی او دغه لرغونی هنر يې د ورکې له ګواښ سره مخ کړی.
پوستین ګنډونکی محمد اکبر وايي: « زه ځکه پوستین ګنډلو ته ادامه ورکوم چې نور څوک په هرات کې نه دي پاتې. یوازې همدا بابا بزرګ دی، خو اوس دا هم بوډا شوی. زه بیاهم ادامه ورکوم ترڅو دا هنر له منځه لاړ نه شي.»
بله خوا، د هرات ځایي مسوولین بیا د لرغونو لاسي هنري صنایعو بیا را ژوندي کولو په برخه کې د هڅو ډاډ ورکوي.
د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کلتور او هنر آمر حمیدالله غیاثي وايي: « د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او په ټولیزه توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تل له هنرمندانو او د لاسي صنایعو له شاغلانو جدي ملاتړ کوي. په دې برخه کې چې هرڅه کار او مرسته زموږ په وس پوره وي، نه یې سپموو.»
غلام حیدر د خپل هنر له لارې خپل ژوند ته هم ښکلا بښلې او وايي، د عمر پوخوالی پر شوق او له کار سره د انسان پر علاقې اغېز نه کوي. د ده په خبره: «چې زړه دې ځوان وي، نو ژوند تل نوې مانا لري.»