په کندهار ولایت کې د کولالي صنعت صنعکاران دا مهال د دوديزو لاسي تنورونو، د اوبو لپاره د منګیو او کوزو، ګلدانونو، ګیلاسونو او نورو بېلابیلو لوښو پر جوړولو بوخت دي.
کولالي لوښي اوس هم په ځانګړي مهارت سره په لاس جوړیږي او ډول ډول لوښي يي ځانګری جذابیت او ښکلا لري.
کولالان وايي، د ګرمۍ په موسم کې تر ډېره منګي او په ژمي تنورونه او ګلدانونه جوړوي.
د سید ګل په نوم یو تن کولال وايي: « په دوبي کې دا کوچني منګیان ډېر وځي. دوکانداران له اوبو ډک منګي د خپلو دوکانونو مخې ته ږدي او تېرېدونکي خلک ترې اوبه څښي. کله چې دوبی تېر شي، بیا د ګلدانونو نوبت راشي او له هغه وروسته بېلابېلو لوښي جوړوو. زموږ منګي داسې خاصیت لري چې اوبه ورواچوې، خپله یې یخوي.»
کولال لالی آرماني وايي: « ۴۰ تر ۴۵ کالو کېږي چې زه په دې کسب لګیا یم. زما پلار او تر هغه مخکې مشرانو هم همدا کسب درلود. موږ په دې سره د خلکو خدمت کوو او دېته به ادامه ورکوو. موږ په دې کار کې تر ۵۰ ډولونو پورې لوښي او نور توکي جوړوو.»
د کندهار کولالان د خپلو توکو د بازار له ښه کېدو خبر ورکوي او وايي، د امنیت په ښه کېدو او لارو خلاصېدو سره د دوی پېرودونکي هم زیات شوي دي.
کولال نظرمحمد وايي: « ګټه هم لري خو ستړیا یې ډېره ده. اوس مو تر پخوا بازار ښه دی. کله چې امنیت راغی او لارې خلاصې شوې، د لرې ځایونو خلک راځي زموږ جوړ کړي توکي اخلي.»
د فېض محمد په نوم یو بل کولال وايي: « بازار مو تر پخوا ښه دی، دا داسې شیان دي چې ډېر قېمت نه لري او د هر چا وس پرې رسېږي.»
دلته د کولالي په صنعتي کارخونو کې سلګونه ځوانان پر کار بوخت دي او خپلې اقتصادي اړتیاوې د دې کار او مسلک له لارې برابروي.
د کولالي لوښو خرڅونکي وايي، په لاس جوړ شوي تنورونه او د اوبو منګي یا کوزې اوس ښه بازار لري او د ګاونډیو ولایتونو ترڅنګ لرې پرتو ولسوالیو ته هم استول کېږي.
کولالي پلرونکی حکمتالله سروري وايي: « د منګیو او کولالي لوښو پلور تر پخوا ډېر ښه شوي. له دې وړاندې به یوازې کندهار ښار او بولدک ولسوالۍ ته استول کېدل، خو اوس لرې پرتو ولسوالیو، کلیو او نورو ولایتونو ته هم استول کېږي. زموږ توکي هلمند، هرات، کابل، پکتیا او نورو ولایتونو ته ځي.»
د کولالي لوښو پلرونکی محمد وايي: « د ښار خلک هم دا توکي خوښوي، خو ډېر مینه وال یې د صحرا خلک دي. خلک وايي، په کولالي لوښو کې څښل او خواړه خوړل نسبت نورو لوښو ته ښه مزه لري. همدارنګه دا لوښي ښایسته ډیزاینونه لري.»
د کولالي صنعت بله برخه خټین تنورونه دي. کندهار کې لا هم په پخوانۍ بڼه تنورونه جوړیږي او جوړونکي یې وايي، د کندهار ترڅنګ لرې او نږدي ولایتونو ته هم استول کېږي.
تنور جوړونکي خټین تنورونه له ځانګړې خاورې جوړوي او بیا يي په داشونو کې پخوي. د دوی په خبره، د نانوایانو لپاره لوی تنورونه جوړول څو ورځي وخت نیسي.
تنور جوړونکی رفیع الله وايي: « په دې کې څو ډوله تنورونه دي، دا یو د نانوايي تنور دی، ځینې یې د کور لپاره دي او یو ډول په کې د ازبېکي ډوډۍ پخولو تنورونه دي. دا تنورونه په دېوال کې نصبېږي او بیا په ولاړو په کې ډوډۍ پخوي.»
تنور جوړونکی کریم الله د بازار له خرابېدو شکایت لري او وايي: « کله چې سیاسي تحول راغی، یو څه وخت بازار ښه و، خو اوس د تېر په څېر نه دی.»
تنور جوړونکی محمد ظاهر بیا د بازار پيکه کېدو علت اوسپنیز تنورونه بولي او وايي: « دا مهال اوسپنیز تنورونه راوتلي خو هغه تنورونه ناکام دي. زموږ جوړ تنورونه ټولو ولایتونو او ولسوالیو ته ځي.»
د کندهار اوسېدونکی حاجي محمد شفیق د لاسي تنورونو په اړه وايي: « د اوسپني او ګازي تنورونو سره د دې خټینو تنورونو توپیر دا دی چې هغه تنورونه ډوډۍ سوځوي او خوند یې له منځه وړي. د خاورې تنورونه ښه ډوډۍ پخوي او د نانوایانو لپاره ډېر سهولت دی.»
د کندهار اوسیدونکي چې دلته د کولالي تولیداتو د پېرلو لپاره راغلى وايي، د کولالي صنعت له تولیداتو په ورځني ژوند کې ګټه اخيستل يي خوښيږي؛ ځکه لوښي او لاسي توليدات تاريخي مخينه لري.
د کندهار ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « د کولالي منګیو ښه والی دا دی چې اوبه یخې ساتي. زه له خلکو غواړم چې په ورځني ژوند کې له دې کولالي لوښو ګټه واخلي.»
د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی په دې اړه وايي: « دا لوښي له پخوا زمانې راهیسې دلته رواج دي، په کابل کې د استالېف لوښي خپل او د کندهار خپل ځای لري. او موږ باید خپل فرهنګ وساتو.»
د يادونې وړ ده چې د کولالي صنعت په افغانستان کې له پخوا راهيسې شهرت لري او اوس هم د افغانستان خلک په خپلو کورونو کې د دې صنعت لاسي تولیدات کاروي.