Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوریه کې د  بشار الاسد ۲۴ کلنې واکمنۍ پای؛ تحریر الشام غورځنګ واک ته ورسېد

سوریه کې د  بشار الاسد ۲۴ کلنې واکمنۍ پای؛ تحریر الشام غورځنګ واک ته ورسېد

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/09

د سوریې له ملي ټلویزیون د تحریرالشام غورځنګ له لوري د سوریې نظام د پرځېدلو له اعلان وروسته، د بشارالاسد حکومت پای ته ورسېد.

د شاوخوا یوې اوونۍ وسله‌ والې جګړې له کبله یو په بل پسې د حلب، حما او حمص د لویو او سټراتیژیکو ښارونو تر نیولو او په پای کې له سوريې د پرځېدلي نظام ولسمشر بشارالاسد له وتلو وروسته، د نوموړي تر واکمنۍ لاندې نظام سقوط او د تحریرالشام غورځنګ لاس ته ولوېد.

په خواله رسنیو کې خپرې شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې سوریې پوځي حالت خپل کړی او د تحریرالشام غورځنګ جنګیالي له پوځي وسایطو سره د پلازمېنې دمشق په واټونو او يو شمېر عام سوریايي وګړي بیا په سړکونو او ولسمشرۍ ماڼۍ کې خوښي نمانځي.

د پرځېدلي حکومت لومړي وزیر محمد جلالي له خپل کوره په خپره کړې لنډه ویډیو کې د بشار الاسد د تللو خبر تایید او راتلونکي حکومت ته د واک په انتقالولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

له دې خبر وروسته، د تحریرالشام غورځنګ وسله ‌والو نوموړی له خپل کوره د رسمي حکومت ترجوړېدا پورې د انتقالي حکومت چارو مخته وړلو لپاره تر دفتره بدرګه کړ. 

د پرځېدلي حکومت لومړی وزیر محمد الجلالي وايي: « زه په خپل کور کې یم او هېواد مې نه دی پرې اېښی. اوس خلکو پورې اړه لري چې څه ډول رهبري غوره کوي. موږ هر راز همکارۍ ته چمتو یوو. د خلکو ټول ملکیتونه، شتمنۍ او د سوريې ټول دولتي بنسټونه باید خوندي پاتې شي.»

د تحریرالشام غورځنګ مشر هم ویلي، دوی ته په بشپړ ډول د حکومت تر سپارلو پورې به حکومتي چارې د پرځېدلي حکومت د لومړي وزیر تر څارنې لاندې اداره کېږي.

هغه له خپلو وسله‌ والو غوښتي چې په رسمي ډول د چارو تر سپارلو پورې دولتي بنسټونو ته له ورنږدې کېدو، د ګډوډیو له جوړولو او هوايي ډزو ډډه وکړي.

د تحریرالشام ډلې مشر احمد الشراع وايي: « د مخکېني لومړي وزیر له لوري په رسمي ډول د حکومتي چارو تر سپارلو پورې، دولتي بنسټونو ته له ورنږدې کېدو ډډه وکړئ.»

د حکومت له پرځېدلو سره زندانونه مات شول او خلکو په دمشق کې د ایران سفارت ته پر ننوتو هلته د حزب ‌الله ډلې د پخواني مشر او د ایران د سپاه پاسداران مشر ځړېدلي انځورونه څېرې کړل.

د راپورونو له مخې، په ډېرو برخو کې د سوریې پوځ له مخالفې ډلې سره له جګړې او پوځي ښکېلتیا پرته شاتګ کړی او له خپلو وسلو سره ګاونډي عراق ته اوښتي.

که څه هم د نړۍ مشرانو د دغو تحولاتو په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بشارالاسد د حکومت پرځېدلو یو لوی لامل د خپل قوي متحد روسیې ملاتړ له لاسه ورکول ښودلي او له امریکا یې غوښتي چې په دې قضيې کې ځان ښکېل نه کړي.

هغه زیاته کړې:« سوریه کې یوه ګډوډي ده؛ خو زموږ ملګری نه دی او امریکا باید په کې ځان ښکېل نه کړي. دا زموږ جګړه نه ده، پرې ږدئ چې روانه وي. په کې دخالت مه کوئ.»

د نړیوالو اړیکو کارپوهان بشارالاسد قدرت طلبه او مستبد واکمن یادوي او وايي، نوموړي د خپلې واکنۍ ساتلو لپاره د عرب پسرلي په نوم انقلاب کې سلګونه زره سوري وګړي ووژل او د دې هېواد بنسټونه یې ونړول.

کارپوهان په ۱۱ ورځو کې د حکومت پرځېدو لاملونه د سوریې ولس، ایران او روسیې ملاتړ له لاسه ورکول ښيي چې ښايي په راتلونکي کې هم د جګړو میدان وي.

د سیاسي  چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: « په هغو وروستیو بدلونونو کې چې په منځني ختیځ کې پېښ شول، په حقیقت کې ایران او د هغه نیابتي ډلې کمزورې شوې، په ځانګړې توګه لبنان کې له تحولاتو وروسته بشارالاسد خپل حامي له لاسه ورکړ او داسې څوک پاتې نه شول چې ترې دفاع وکړي.»

د سیاسي چارو کارپوه مرتضی مطهري وايي: « هغه څه چې په سوریه کې ډېر مهم وو، نا امنۍ، جګړې، ویرانۍ او خرابۍ وې. همدارنګه نورو هېوادونو ته د سوري وګړو کډوال کېدل هم مهم وو. له ۲۰۱۱ کال راهیسې د سوریې په جګړه کې هېوادونو هڅه کوله چې خپلې ګټې تأمین کړي.»

د اسد کورنۍ د حافظ اسد په مشرۍ په ۱۹۷۰زېږدیز کال سوریه کې واک ته ورسېده. حافظ اسد له نږدې ۳۰ کاله واکمنۍ وروسته په ۲۰۰۰ زېږدیز کال ومړ او د سوریې واک د هغه زوی بشارالاسد ته ورسېد. نوموړی له تېرو ۲۴کلونو راهیسې د سوریې ولسمشر و.

هغه واکمن چې د یکشنبې پر ورځ يې د چورلکې په یوه پرواز سره هېواد یوه نوي ناڅرګند برخلیک ته وسپاره او خپله ترې لاړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist