Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اقتصادي کمېسیون ناسته؛ د افغان – ټرانس پروژې راپور تایید شو

د اقتصادي کمېسیون ناسته؛ د افغان – ټرانس پروژې راپور تایید شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/09

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ناسته د یکشنبې پر ورځ د (۱۴۰۴ کال د لیندۍ پر ۱۸ مه) ترسره شوه.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي، ناسته کې  د کاسا زر پروژې په اړه د افغانستان برېښنا شرکت د ټاکل شوي پلاوي راپور تایید او د لازمو اقداماتو په موخه اړوند وزارتونو ته سپارښتنې وشوې.

هغه زیاته کړې: « د افغان ټرانس پروژې په تړاو د ټولګټو وزارت د اوسپنۍ پټلۍ معینیت راپور، د مناګي برېښنا بند په تړاو د افغانستان برېښنا شرکت راپور، د جواز سیر او لایسنس الکټرونیکي کولو طرحه او یو شمېر نور اقتصادي موضوعات وړاندې شوي وو چې له ډلې یې د افغان ټرانس پروژې په تړاو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معینیت راپور تایید او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یې په اړه د لازمو کړنو ترسره کولو سپارښتنه وشوه. د یادو نورو موضوعاتو په اړه هم مفصل بحثونه وشول او ځینې لازم تصامیم ونیول شول.»

دغه راز، په ناسته کې د مناګي برېښنا بند په تړاو د افغانستان برېښنا شرکت راپور او د موټرو د جوازالسیر او موټر چلولو جواز یا لایسنس الکټرونیکي کولو طرحه او یو شمېر نورو مکانيزمونو په اړه هم خبرې شوې.

د سیاسي چارو کارپوهان په هېواد کې پر بنسټیزو پروژو کار پیلول د اقتصادي ودې لپاره مهم بولي او ټینګار کوي چې د دې ترڅنګ باید بهرنۍ پانګونه هم جذب شي.

د سرپرست حکومت چارواکو له دې مخکې ویلي و چې له درېيو کلونو راهيسې حکومت د ځان بساینې په موخه پر ډېرو پروژو کار پيل کړی چې لګښت یې له ملي بودیجې ورکول کېږي.

ځیني نور کارپوهان هم د پراختیایي پروژو د کار له پیل هرکلی کوي او وایي، د دې پروژو په پیلېدو سره به د خلکو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرېدلو سربېره، د بېوزلۍ او بېروزګارۍ کچه هم ټيټه شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « هغه یوازینۍ لاره چې کولی شي په هېواد کې د بېوزلۍ او بېکارۍ کچه راټیټه کړي، د پراختیايي او انکشافي پروژو په لاره اچونه ده. کله چې دغه پروژې په حرکت راځي، خلکو ته د کار زمینه برابرېږي او کله چې د کار زمینه برابره شي، بې له شکه چې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راځي او دا د دې لامل کېږي چې د حکومت او ولس ترمنځ فاصلې لا پسې کمې شي.»

له دې مخکې د ټولګټو وزارت چارواکو ویلي و چې په روان زېږدیز کال کې یې د ۵۰۰ پروژو کار پیل کړی چې په نږدې وختونو کې به يې له ډلې شاوخوا ۱۴۵ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist