Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د کورنيوتولیداتو د ودې او پياوړتيا په موخه درې ورځنی نندارتون پيل شو

بلخ کې د کورنيوتولیداتو د ودې او پياوړتيا په موخه درې ورځنی نندارتون پيل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/05

په مزار شریف ښار کې د کورنیو تولیداتو د ودې او پياوړتیا په موخه دری ورځنی نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د يوه خصوصي شرکت له لوري پيل شوی او په کې څه باندې ١٥٠غورفو کې د کورنیو صنعتکارانو له خوا داخلي تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.

د نندارتون مسوول محمد هاشم وهاج وايي: « زموږ کورني تولیدات او په لومړي سر کې د درملو څو شرکتونو خپل تولیدات نندارې ته اېښې. په دې کې روغتونونه، د غالیو او لبنیاتو تولیدوونکو، خوراکي توکو، زعفرانو، شاتو او جامو په ګډون زموږ د هېواد اکثریت تولیدات دلته شته او له ۱۲ ولایتونو په ځانګړې توګه کابل، هرات، کندهار او مزارشریف څخه شرکتونه راغلي او غرفې یې نیولې دي.»

د بلخ ځايي چارواکي د دې نندارتون موخه له کورنيو تولیداتو ملاتړ بولي او له پانګوالو غواړي چې د نورو هېوادونو پر ځای په کور دننه پانګونه وکړي.

بله خوا د بلخ خصوصي سکټور مسوولان که څه هم د حکومت له ملاتړ خوښ دي، خو د یو شمېر ستونزو د حل غوښتنه کوي.

د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیر احمد نیازی وايي: « له هېواد څخه بهر کسانو غواړو چې خپل هېواد ته راشي او د وطن په آبادولو کې ونډه واخلي. زه د صنعت او سوداګرۍ ریاست په استازیتوب له ټولو هېوادوالو غواړم چې له خپلو داخلي تولیداتو ګټه واخلي.»

د بلخ د صنایع او کانونو خونې رییس امام الدین سنايي ‌زاده وايي: « موږ ته باید د نندارتون جوړولو لپاره مناسب ځای راکړل شي. دغه ځای مناسب نه دی خو له مجبورۍ مو په کې نندارتون جوړ کړی دی.»

په ورته مهال، یو شمېر صنعتکاران چې خپل صنعتي تولیدات یې په دې نندارتون کې نندارې ته اېښي، د نندارتون جوړېدو ته خوښ دي خو وخت ناوخت په کور دننه او بهر د دا ډول نندارتونونو پر جوړېدو ټینګار لري.

صنعت کار عبدالرزاق وايي: « موږ له دغو نندارتونو ډېر خوښ یو او هیله لرو دغه شان نندارتونو لا ډېر شي او موږ وکولی شو له هېواد څخه د باندې هم نندارتون جوړ کړو.»

همدارنګه صنعت کار سلیمان ابراهیمي د نندارتون ګټې بیانوي او وايي: « د دې نندارتونو ګټه دا ده چې د تجارت لپاره اړیکې جوړېږي. یو تاجر له بل تاجر سره ویني، عام خلک راځي خپل کورني تولیدات ګوري. موږ ډېر خوښ یو او چارواکي باید دغسې نور نندارتونونه هم جوړ کړي.»

د فیصل په نوم یو تن بل صنعت کار دغه شان نندارتونونه خلکو ته د کورنیو تولیداتو د ورپېژندلو فرصت ګڼي او وايي: « دغه نندارتون د افغانستان د خلکو او ځانګړې توګه د شمال ولایتونو لپاره ډېر ګټور دی. زموږ خلک په دې نندارتون کې په دې خبرېږي چې هېواد کې مو کوم توکي تولیدېږي.»

د روان کال له پیل راهیسې دا په بلخ کې څلورم ملي نندارتون دی چې د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره جوړېږي. ټاکل شوې په دې نندارتون پسې ورته بل نندارتون په فاریاب ولایت کې هم جوړ شي. د دغو نندارتونو موخه کورنیو تولیداتو ته وده ورکول او بازارموندنه ښودل شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist