د اقتصادي همکاريو سازمان يا (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ (د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ پر ۱۲ مه) د ايران په مشهد کې پیل شوه.
په دې غونډه کې د اورګاډو او سړکونو د شبکې له پراختیا سربېره، د سرحدونو د مديريت پر طرزالعملونو او د وېزو پر اسانولو بحث کېږي.
سرپرست حکومت په دې غونډه کې د خپل پلاوي د ګډون یا نه ګډون د لاملونو په اړه څه نه وايي، خو پوښته دا ده چې د ایکو سازمان په روانه غونډه کې د اسلامي امارت استازي ته ولې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوي؟
د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « اسلامي امارت په نړیواله سطح رسمیت نه لري او بله مساله هم یو شمېر هغه محدودیتونه دي چې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار کولو وضع شوي دي.»
خو ځينې نور په دې باور دي چې د ایکو سازمان په روانه غونډه کې د سرپرست حکومت پلاوي نه ګډون ښايي منفي اغېزې ولري.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « په دې ډول ناستو کې د افغانستان حضور ډېر زیات اهمیت لري.»
د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیبالرحمن شمال وايي: « د سرپرست حکومت استازي ته بلنه نه ده ورکړل شوې، البته دا مساله په داسې حال کې چې د افغانستان په زیان ده او د نړۍ اکثریت هېوادونه او په ځانګړې توګه د ایکو هېوادونه له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي تعامل او قراردونه لري؛ دغه مساله کولی شي په سیمه کې د افغانستان دریځ کمزوری کړي.»
د يادونې وړ ده چې افغانستان، آذربایجان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ترکیه او ازبېکستان د ايکو سازمان غړي دي.