Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ګډ امنیتي تړون سازمان د افغانستان او تاجیکستان ګډه پوله کې د امنیتي کمربند جوړېدو طرحه تصویبوي

د ګډ امنیتي تړون سازمان د افغانستان او تاجیکستان ګډه پوله کې د امنیتي کمربند جوړېدو طرحه تصویبوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/26

د ګډ امنیتي تړون سازمان سرمنشي د بېلاروس له اېس.ټي.وي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، د یاد سازمان غړي هېوادونه به  د پنجشنبې پر ورځ هغه سند تصویب کړي چې له مخې یې د افغانستان او تاجیکستان پر ګډه پوله امنیتي کمربند جوړېږي.

ایمانقلي تاسماګامبتوف زیاته کړې، په افغانستان کې له امنیتي پرمختګونو سربېره له دغه هېواده مرکزي آسیا هېوادونو ته د ترهګرۍ ګواښ لاهم جدي دی.

هغه د دې سند تصویب  او پلي کول د مرکزي آسیا هېوادونو د ثبات د پیاوړي کولو لپاره مهم بللی.

هغه زیاته کړې: « سږ کال به د ګډ امنیتي تړون په سازمان کې ډېر مهم سند تصویب شي. دا سند د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د ګډې پولې د امنیت لپاره ارزښتمند دی؛ ځکه د افغانستان د مسایلو اروزنه او تعقیب د دې سازمان یو له مهمو فعالیتونو دي. دا چې په افغانستان کې امنیتي پرمختګونه شوي، خو لا هم مرکزي آسیا ته د ترهګرۍ جدي ګواښونه موجود دي.»

که څه هم د ګډ امنيتي تړون سازمان سرمنشي وروستيو څرګندونو په اړه د سرپرست حکومت مسوولینو زموږ اړيکو ته ځواب را نه کړ، خو مخکې يې تل دا ډول اندېښنې بې ځایه بللې او ويلي دي چې له افغان خاورې د ګاونډيو او سیمې هېوادونو په ګډون هېڅ هېواد ته امنیتي ګواښ نه دی ور پېښ.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې جګړو او تاوتریخوالو د دې هېواد پر ثبات بې باوري رامنځته کړې.

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « د ګډ امنیتي تړون سازمان د سرمنشي پیغام سیاسي موج سواري ده. په تېرو درېیو نیمو کالو کې اقتصاد محوره حکومت د نورو هېوادونو په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کول مطرح کړي. آيا په بدل کې د سیمې او همدې سازمان غړیو هېوادونو افغانستان ته دا ډول اطمینان ورکړی؟ ټولو تقابلاتو ته د خبرو اترو له لارې حل پيدا کېږي. زه هیله لرم تقابلاتو ته د خبرو اترو له لارې حل پيدا کړي، نه دا چې د سیسټماټیکو فشارونو له لارې داسې پيغامونه مطرح کړي چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ له پخوا ډېره فاصله ایجاد کړي.»

د ګډ امنیتي تړون سازمان سرمنشي تېره میاشت هم د افغانستان او تاجیکستان له ګډې پولې سره د امنیتي کمربند جوړېدل د ترهګرۍ د پراخېدو مخنیوي او د دې سازمان د غړیو هېوادونو ثبات ته مهم بللی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist