Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کار نړیوال سازمان د کارګرانو پر خوندیتابه ټینګار کړی

د کار نړیوال سازمان د کارګرانو پر خوندیتابه ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/26

په کابل کې د کار نړیوال سازمان له لوري جوړ شوي ورکشاپ کې چې د نړیوالو ادارو ترڅنګ د ګڼو وزارتونو او خصوصي سکټور استازو هم په کې ګډون کړی، مسوولینو په افغانستان کې د کار محوره پانګونې، کاري خوندیتابه او د کار په بدل کې د مزد ټاکنې په څېر په ګڼو مسایلو خبرې وکړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند د کار نړیوال سازمان په هېواد کې د بنسټیزو او ساختماني پروژو پر مهال د کارګرانو پرخوندیتوب او هغوی ته د مناسبې اجورې پر ورکړې ټینګار وکړ.

د کار نړیوال سازمان تخنیکي متخصص منظور خالق وايي: « موږ په افغانستان کې د کار نړیوالو اصولو د ملاتړ په لټه کې یو؛ تر څو کارګرانو ته د عادلانه مزد د ورکړې، بنسټیزو پروګرامونو او د بېلابېلو فعالیتونو او پراختیايي مهارتونو د لوړونې په برخه کې مناسب سټنډردونه او کړنلارې ایجاد کړو. همدارنګه ډاډ ترلاسه کړو چې ماشومان د کار ساحې ته د تګ پر ځای ښوونځیو ته لاړ شي.»

په افغانستان کې د کار نړيوالو سازمان همغږی کوونکی او رییس رامین بهزاد وايي، دغه سازمان د افغانستان په شمال کې د ګڼو پروژو د پلي کولو له لارې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

بهزاد په دې اړه وايي: « موږ ویاړو چې په افغانستان او په ځانګړي ډول د هېواد په شمال کې مو ۱۲ بنسټیزې پروژې پلي کړې. له دغو پروژو شاوخوا ۱۳۲زره کسانو ګټه اخیستې. موږ په مستقیم ډول ۶ زره کسانو ته چې نارینه، مېرمنې او معلولیت لرونکي کسان دي، کاري فرصتونه ایجاد کړي. زموږ په پروژو کې د پروژو د پلي کېدا پر وخت کاري عزت او د کارګرانو خوندیتوب ته پام شوی.»

بل پلو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وايي، په هېواد کې د کار نړیوالو اصولو له پلي کولو څارنه او له سرغړوونکو سره قانوني چلن کېږي.

دوی دغه راز وايي، د ماشومانو د کار مساله جدي نیسي او له همدې کبله یې تر دې دمه څه د پاسه ۸۰۰ زره ماشومانو ته د حرفوي زده کړو د چاپېریال برابرولو له لارې، هغوی له درنو کارونو راګرځولي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تفتیش او کار لارښونې رییس عبدالمتین مولوي ‌زاده وايي: « افغانستان کې د درنو کارونو په اړه باید ووایم چې ځېنو سیمو کې پر درنو کارونو بوخت یو شمېر کوچني ماشومان تثبیت شوي. د دغو کسانو لپاره د کار وزارت له خوا سیار ګروپونه تعیین شوي او  رسېدنه شوې؛ په ځانګړې توګه د خښتو بټیو په سیمو کې چې په کم عمره ماشومانو باندې کوم کارونه کېږي، دا ماشومان ژغورل شوي او له دغو ځایونو ایستل شوي او لپاره یې حرفې ټاکل شوې او د تعلیم ترڅنګ به د سپکو کارونو حرفه هم زده کوي.»

که څه هم په دې ورکشاپ کې د کاریګرو خونديتوب ترڅنګ د ماشومانو له لوري د درنو کارونو پر مخنيوي تمرکز کېږي، خو لا هم په افغانستان کې دې مسايلو ته جدي پام نه دی شوی او اوس هم ډېری ماشومان د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله درنو کارونو ته اړ کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist