د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو د تشخیص لپاره د ماشومانو معاینه کېدو خبر ورکوي.
د دغه صندوق له لوري په خپور شوي بیان کې ویل شوي، په تېر سپټمبر کې افغانستان کې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو د تشخیص لپاره څه باندې یو میلیون ماشومان معاینه شوې.
بیان کې پر خوارځواکۍ د تازه اخته شویو افغان ماشومانو کره شمېر نه دی ښودل شوی، خو په خپل وروستي راپور کې يې د روان کال په تلې میاشت کې له ۳۴۳ زره زیات ماشومان پر خوارځواکۍ اخته بللي دي.
بیان کې راغلي: « د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په تېر سپټمبر کې د افغانستان پر کچه له یو میلیون ډېر ماشومان د خوارځواکۍ د تشخيص له امله معاینه کړې دي. دا پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو پېژندنې لپاره لومړنی ګام دی. په افغانستان کې وروستۍ موندنې په ډاکه کوي چې په دغه هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومان کچه څومره ده؟»
ډاکټران پر خوارځواکۍ د ماشومان اخته کېدو لامل د کورنیو فقر او له ویټامین لرونکو خوړو ګټه نه اخیستل بولي.
دوی په کورنيو کې د زېږون ترمنځ د واټن نه مراعتول هم پر خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو لامل یادوي.
ډاکټرعبدالحق قاضی زاده وايي: « خلکو ته په کار ده چې د خپله کورنۍ کنټرول وساتي او د کورنۍ لپاره پلان ولري. ځکه چې نن سبا یوه غریبه کورنۍ نهه یا لس ماشومان لري او د دومره ماشومان مړول ډېر ګران کار دی. که موږ کورنۍ کنټرول کړو او دوه یا درې ماشومان ولرو، موږ کولی شو د کمیت او کیفیت له پلوه کافي خواړه د دوی لپاره چمتو کړو او په دې سره خپل ماشومان له خوارځواکۍ وساتو.»
ځینې نور بیا د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره پر وخت د ماشومانو واکسینول غوره لار بولي او زیاتوي چې د وزن کمولو په صورت کې باید ډاکټر یا هم د روغتیا برخې مشاور ته مراجعه وشي، ترڅو پر خوارځواکۍ د اخته کېدو مخنیوی وشي.
ډاکټر فرید احمد عمري وايي: « که چېرې زموږ ماشوم خپل وزن له لاسه ورکوي، باید ژر تر ژره له خپل ډاکټر سره مشوره وکړو، ترڅو زموږ ماشوم د خوراځواکۍ خواته لاړ نه شي.»
عامې روغتيا وزارت چارواکو موده وړاندې تایيد کړه چې د پلازمېنې کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې پر خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو پېښې یې ثبت کړې دي.
هڅه مو وکړه چې له دې وزارت پر خواځواکۍ د اخته ماشومانو کره شمېرې ترلاسه کړو، خو وياند يې مالومات رانه کړل.