Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د افغان زعفرانو نړیوال سوداګریز مرکز پرانیستل شو

هرات کې د افغان زعفرانو نړیوال سوداګریز مرکز پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/17

د لومړي ځل لپاره هرات ولایت کې د هېواد پر کچه د زعفرانو لپاره نړیوال سوداګریز مرکز پرانیستل شو.

چارواکي وايي، د یاد مرکز پرانیستلو موخه په هېواد کې د زعفرانو لپاره واحد نړیوال مرکز جوړول دي.

د دوی په خبره، یاد مرکز د ۴ میلیونه ډالرو په لګښت سره جوړ شوی چې ۶۰ د زعفرانو شرکتونه او ۱۵ د زعفرانو د پروسېس سنټرونه په کې فعال دي.

د افغانستان  زعفرانو نړیوال سوداګریز مرکز مسوول محمد حسن تیموري وايي: « موږ دغه مارکېټ په ځانګړې توګه د زعفرانو صنعت لپاره جوړ کړی. دا مارکېټ په ۲ زره ۶۰۰ متر مربع ځمکې او ۲.۵ پوړونو کې جوړ شوی چې په کې ۴۵ دوکانونه او ۱۵ پروسېس سنټرونه شامل دي.»

 د زعفران‌‌ کارانو ټولنې مشر محمد ابراهیم عادل هم په هېواد کې د زعفرانو واحد نړیوال مرکز جوړول د حاصلاتو د ودې او د زعفرانو کرکیلې ته د کروند ګرو هڅولو لپاره مهمه بولي او غوښتنه کوي چې بهر ته دې د زعفرانو صادراتو لپاره زمینه پراخه شي.

عادل زیاتوي:« دلته هم زعفران پروسېس کېږي او هم یې ګلان سره جلا کېږي. که موږ دوه درې نور دغه شان ستندرد مارکېټونه نور هم ولرو، د زعفرانو ودې ته به نوره هم ګټه ورسېږي.»

د زعفرانو کاروباري محمد جاوېد وايي:« زموږ کروندګر د زعفران ګل مېلې له جوړېدو خوښ او لا پياوړې کېږي. که تر پرون پورې یې یو یا دوه جریبه زعفران کرل، اوس شاید تر لسو او شلو جریبونو وکري.»

له دې سره، چارواکي وایي سرپرست حکومت د کرنیزو حاصلاتو لپاره د بازار موندنې او بهرنیو هېوادونو ته د صادارتي زمینو د پراختیا هڅه کوي.

دوی زیاتوي، د زعفراڼو له کروندګرو د ملاتړ په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د زعفران ګل په نوم مشاعره ثبت او هر کال به په ټاکلې نېټه په هرات کې ترسره کېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال مهاجر فراهي وايي: « کوشش دا دی چې موږ د هېواد په داخل کې د خپلو کروندګرو، پانګوالو او سوداګرو ملاتړ وکړو او تر ډېره هڅه وکړو هغه کسان چې وس لري، په هېواد کې دننه د زعفرانو کارول او استعمال زیات کړو او همدارنګه په نړیواله کچه بازار موندنه ورته وکړو.»

د ځايي خلکو غوښتنې دا دي چې له هرات سربېره د هېواد نورو ولایتونو کې دې هم د زعفرامو کرکېلې په برخه کې کروندګرو ته روزنه ورکړل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist