Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی

د پاکستاني طالبانو تحریک خپلو تشکیلاتو کې نوې ګومارنې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/16

په خیبرپښتونخواه او پاکستان کې روان امنیتي وضعیت تر بل هر وخت نازک ښودل شوی او د راپورونو له مخې تېرې دوه میاشتې د پاکستان امنیتي ځواکونو لپاره مرګونې وې.

د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د ډېری بریدونو مسوولیت بلوڅ آزادي غوښتونکو منلی او تازه یې د پښتونخوا په چارسده کې د پولیسو پر مرکز برید کړی چې د ځايي رسنیو راپورونو له مخې، مرګ ژوبله نه لري.

دغه برید داسې مهال ترسره کېږي چې د پاکستان او افغانستان لپاره د کرېملین ځانګړي استازي ضمیر کابلووف په اسلام آباد کې چارواکو سره له دې هېواد سربېره، د سیمې په امنیت او ثبات خبرې کړې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اعلامیې یوه برخه: « په ناسته کې دواړو لورو د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو او ثبات په تړاو خبرې کړې او په دې برخه کې یې د خپلو هڅو پر دوام ټېنګار کړی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان په تړاو هم څرګندونې شوې خو د پاکستان د امنیت په هکله یې د روسیې او پاکستاني چارواکو ترمنځ د لیدنو ډېر جزییات نه دي ورکړي.

بله خوا، اسلام‌ آباد ته د کابلووف له سفر یوه ورځ مخکې پاکستاني طالبانو تحریک د نویو ګومارنو  خبر ورکړی. د ټي.ټي.پي له خوا خپره شوې اعلامیه کې پېښور، ملاکنډ، مردان، کوهاټ، بنو او دېره اسماعیل خان نوي ولایتونه نومول شوي او دغه راز د نویو والیانو او استخباراتي چارواکو نومونه یاد شوي دي.

په اعلامیه کې عظمت الله محسود د پېښور والي او قاري کامران د استخباراتو رییس ټاکل شوي. همدارنګه مولوی شاهد عمر باجوړی د دېره اسماعیل خان والي، مولوي منصور یې مرستیال او مولوي اخلاص یار محسود د دې ولایت د استخباراتو مشر ټاکل شوي.

ګوهر وزیر د بنو ولایت لپاره والي، استاد احسان الله سواتي یې مرستیال او احمد داوړ د استخباراتو مشر ټاکل شوي. دغه راز، عمر خراساني د کوهاټ وا لي، اعجاز افریدی مرستیال والي او منصور د استخباراتو مشر ټاکل شوي.

شنونکي په قبایلي سیمو، پښتونخوا او ټول پاکستان کې روان امنیتي وضعیت، له دې هېواد سربیره د سیمې لپاره هم ګواښ ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « زه فکر کوم د سیمې بې ثباتي تر ډېره پاکستان پورې اړه لري؛ ځکه چې په تېرو درېیو کالو کې چې دلته طالبان واک ته رسېدلي، افغانستان کې نا امني نه شته بلکې په ټول افغانستان کې یو باثباته مرکزي حکومت شتون لري. نو که دوی د افغانستان د نا امنۍ یادونه کوي، دلته نا امني نه شته. ټوله بې ثباتي پاکستان کې ده او دا د پاکستان په حکومت پورې اړه لري او هلته وسله وال فعالیتونه د دوی کورنۍ مساله ده.»

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « دغه دواړه هېوادونه د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره دوه مخې لوبه کوي، زموږ په نا امنۍ کې خپلې ګټې ګوري او زموږ په پرمختګ کې د ځان زیان ویني. »

د پاکستاني طالبانو تحریک د ولایتونو او زونونو لپاره د خپلو تازه ګومارنو موخه تنظیمي اصلاحات او پرمختګونه بولي. د پاکستان پوځي او امنیتي چارواکو تراوسه د ټي.ټي.پي د نویو ګومارنو او تشکیلاتو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 له دې وړاندې باجوړ، دره آدم خېل او خيبر ايجنسۍ ته هم د ولايت حيثيت ورکړل شوى و چې اوس له ملاکنډ او پېښور ولایتونو سره یوځای شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist