د عامي روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د «میکروب ضد درملو پر وړاندې مقاومت» په نوم غونډه کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته تللی.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وايي، ناسته کې د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت کموالي، د دغو درملو د سمې کارونې او د میکروبي ناروغیو پر وړاندې د ګډې حل لارې پر موندلو خبرې کېږي.
هغه په دې اړه وايي:« د دې سفر اصلي موخه په جدې ښار کې د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت په تړاو د وزیرانو څلورمه غونډه کې ګډون دی. په دې غونډه کې په دې بحث کېږي چې څنګه کولی شو پر نړیواله کچه یا هم د هېوادونو پر سطحه د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت کچه یوه اندازه راښکته کړو. همدارنګه د انټي بیوټیک یا میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت ګراف په راټیټولو خبرې وشي. له بده مرغه په دې ورستیو کې نه یوازې افغانستان بلکې د نړۍ پر کچه د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت ګراف لوړ شوی او دا ګڼ عتلونه لري. په افغانستان یا ځینې نورو هېوادونو کې یې یو علت دا دی چې ځینې وختونه په خپل سر درمل کارول کېږي.»
بل پلو، ډاکټران د میکروبونو زیاتوالی په موسمونو پورې تړلې مساله بولي او زیاتوي چې د ډېری ناروغیو د زیاتوالي لاملونه د هوا ککړتیا، د غیر معیاري سون توکو کارول او د ناپاکو اوبو کارول دي.
ډاکټرمحمد شاه په دې اړه وايي: «دا فرق کوي، ځينې یې د موسم له امله وي، یانې کله چې هوا سړه شي نو زکام، ټوخی، د ستوني درد، سینه او نفس تنګي ناروغۍ زیاتېږي؛ همدارنګه د هوا ککړتیا، د بې کیفیته درملو کارول، د ذغالو، ربړ او ټایرونو په څېر بې کیفیته سون توکو کارول او دغه راز د ناپاکو اوبو کارول د دغو ناروغیو د زیاتېدو سبب کېږي. اوس مهال کابل کې اوبه ډېرې خرابې شوې دي»
یوشمېر نور بیا د ناروغیو پر وړاندې د مقاومت د کموالي اصلي لامل د بې کیفیته درملو کارونه بولي او هېواد ته پر واردېدونکو درملو د سمې څارنې ترڅنګ، د بې کیفیته او قاچاقي درملو د مخنیوي غوښتنه کوي.
ډاکټر فرید احمد تسل وايي: «ځینې درمل د میکرونو پر وړاندې ښه دي، موږ دلته خپل داخلي تولیدات لرو. باید اسلامی امارت د درملو د قاچاق لپاره هڅې وکړي او مخه یې ونیسي. باید په ګمرکونو او هغو بندرونو کې ښه لابراتوارونه فعال کړي چې درمل پرې واردېږي، ترڅو هلته د درملو کیفیت وکتل شي.»
سعودي عربستان ته د جلالي دغه سفر داسې مهال دی چې عامې روغتیا وزارت له دې وړاندې هم افغانانو ته د معیاري روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو د ټینګار ترڅنګ، په دې برخه کې د لازیاتو څېړنو او علمي نظرونو سره مل پر نړیواله کچه د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو له زیاتوالي خبر ورکوي.