Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ افغانستان کې جنګېدلي پوځي د ملي امنیت سلاکار ټاکي

ټرمپ افغانستان کې جنګېدلي پوځي د ملي امنیت سلاکار ټاکي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/13

د امريکا  نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې کابينې د غړیو نومولو په لړ کې تازه د بهرنيو چارو وزارت لپاره مارکو روبيو او د ملي امنيت سلاکار په توګه مایکل والتز نوماند کړي دي.

ډګروال مايکل والتز د بارک اوباما ادارې پرمهال د امريکا د ځانګړو ځواکونو په چوکاټ کې په افغانستان کې ماموريت ترسره کړی او وروسته له هغې چې په استازو جرګې کې د فلوريډا ايالت استازی شو، د افغانستان اړوند قضيو په تړاو يې خاص دريځ خپل کړ.

نوموړی له افغانستانه د امريکايي او بهرنيو ځواکونو د وتلو منتقد پاتې شوی او له همدې کبله يې په استازو جرګې کې د استجواب پرمهال د امريکا پر پخوانيو نظامي چارواکو توندې نيوکې وکړې.

کارپوهان د ملي امنيت سلاکارۍ ته د نوموړي نومولو موخه که څه په منځني ختيځ او اوکراين کې د جګړې مديريت بولي، خو د افغانستان لپاره يې هم له پيغام تش نه ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی اسدالله نديم وايي: « د ټرمپ په راتلونکي حکومت کې د ملي امنیت د سلاکار په توګه د هغه انتصاب ښايي د افغانستان پر مسایلو هم اغېز ولري. دا سړی په افغانستان کې جنګي تجربه لري او زموږ د اوسني حکومت په اړه خوشبینانه لیدلوری نه لري.»

مايکل والتز په منځني ختيځ او افرېقا کې هم د نظامي په توګه ماموريتونه ترسره کړې، خو په افغانستان کې د نستباً اوږد ماموريت له امله، د افغان جګړې ماهر ګڼل کېږي.

ځيني کارپوهان د نوموړي دې کريکټر ته په کتو وايي، په افغانستان کې د امريکا نظامي حضور په صفر کېدو سربېره هم، ډونالډ ټرمپ ته افغانستان مهم دی او له همدې کبله پر هغو دولتي موقفونو چې د امريکا په جيوفالېټيکس کې يې رول زیات دی، د افغانستان له مسايلو سره بلد کسان ګوماري.

د نظامي چارو کارپوه عبدالواحد طاقت وايي: « دا کس افغانستان کې پاتې شوی او ډېر بلد دی. اوس چې د ملي امنیت د سلاکار په حیث ټاکل شوی او خلیلزاد هم مبارکي ورکړې، ښکاري چې افغانستان د ټرمپ لپاره ډېر حساس او مهم دی.»

ځينې نور بيا د ټرمپ دغې پرېکړې ته له بلې زاويې ګوري او وايي، د والټز نومونه په نورې نړۍ کې د جګړې پر مديريت، خو ښايي له افغانستان سره برعکس د همکاريو د یوه نوي چینل پر پرانيستلو تمرکز ولري.

د سیاسي چارو شنونکی اسلم دانشمل وايي: « د ټرمپ په راتګ سره په دې سیمه کې یوځل بیا د یوې ډېرې قوي ډيپلوماسۍ د پيل احتمال شته. ښايي ټرمپ وغواړي له اسلامي امارت سره د ډيپلوماټیکو چینلونو له لارې مخکې لاړ شي او د دوحې تړون د ټولو مادو د تطبیق لپاره له یو بل سره مذکرات وکړي.»

د افغانستان له وضعيت باخبره مايک والټز ګومارنه د امريکا د جمهوري غوښتونکو ګوند د مطرحو څېرو له هرکلي سره مخ شوې او له دې ډلې د افغانستان سولې لپاره د ياد هېواد پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د ملي امنيت سلاکار په توګه د والټز نومول پر ځای پرېکړه بللې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist