د ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند انتاني ناروغیو د تشخيص او درملنې مرکز، د ډینګي پر ناروغۍ د ګڼ شمېر اخته ناروغانو کوربه دی.
مسوولین وايي، دغه روغتون ته په يوه شپه ورځ کې پر ډینګي ناروغۍ اخته ۴۱ ناروغان د درملنې په موخه ور وړل شوي دي.
پر ډینګي د اخته ناروغانو د کورنۍ غړي وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې په سیمه کې دغه ناروغي ډېره شوې او له سرپرست حکومته غواړي چې د مخنیوي او درملنې لپاره یې لاس په کار شي.
د ننګرهار یو تن اوسېدونکی وايي: « د ډینګي ناروغي ډېره زیاته شوې ده. له پنځو نیولې تر شلو کسانو هره ورځ دغه روغتون ته راځي. ما خپل زوی راوستی، وینه یې ورکړې او ښکاري چې په همدې ناروغۍ اخته دی.»
د ننګرهار یو بل اوسېدونکی وايي: « د ډینګي ماشې ډېرې زیاتې شوې دي؛ دلته هره ورځ ناروغان راځي. تبه، زکام، درد او هرڅه ورسره وي، خو له بده مرغه په دې ساحه کې درمل نه شته؛ ډاکټران ډېر پابند دي خو څه ورسره نه وي، ناروغانو ته به څه ورکړي.»
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسوولین مومندره، بټي کوټ، غني خېل او لعلپوره هغه ولسوالۍ ګڼي چې په خبره یې د ډینګې ناروغۍ مثبتې پېښې په کې ډېرې دي.
د دوی په خبره، یادو ولسوالیو ته د روغتيايي ټيمونو او کافي درمل پر لېږلو سربېره، د ډینګي غوماشو د ختمولو لپاره د درمل پاشلو ټیمونه هم استول شوي دي.
د ننګرهار عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف وايي: «مومندره ده، بټي کوټ، غني خېل، کابل کېمپ او لعپوره، په دغو ولسوالیو کې ډینګي ډېره ده. هغه سیمو ته چې له پاکستان څخه موټر راځي، د ډینګي واقعات ډېر له هغو څخه را انتقال شوي او په دې ولسوالیو کې یې سرایت کړی. خو اوس د ګرمۍ موسم کم شوی او خلک پشه خانې نه لګوي او ځان نه ساتي؛ د خلکو د بې احتیاطۍ له امله واقعات زیات شوي، خو زموږ ټول ټیمونه په ساحه کې کار کوي او داسې څه نه شته چې چا ته دې رسېدنه نه وي کړې.»
ډاکټران د ډینګي خپرېدلو د مخنیوي لپاره د اوبو ډنډونو له منځه وړل او همدارنګه د پشه خانو استعمال مهم بولي او ټینګار کوي چې فردي روغتیا ساتنه او حفظ الصحه هم د دې ناروغۍ د انتقال په مخنیوي کې مهم رول لري.
د انتاني ناروغیو متخصص محمد نظیف شینواری وايي: « له ولاړو اوبو باید مخنیوی وشي، په کومو اوبو کې چې کلورین اچول کېږي، باید په ۲۴ ساعتونو کې یوځل تبدیل شي، که دا اوبه ډېرې ځنډنۍ شي نو د ډینګي ماشې په کې تکثر کوي. همدارنګه باید پشه خانې ولګول شوي، دروازو او کړکیو ته هم جالۍ ونیول شي؛ ترڅو پورې روغ کسان وساتل شي.»
د ډینګي ویروسي ناروغۍ پېښې په پاکستان کې ډېرې وې، خو له دې هېواد افغانستان ته د کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر له پیل راهیسې، دغه ناروغي هم را لېږدول شوې او په ختيځو ولایتونو کې مخ پر ډېرېدو ده.
ډینګي یوه انتاني ناروغي ده چې پرې د اخته کسانو د وینې سپین کرویات کمېږي.