• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت: هېواد کې د شري ناروغۍ  پېښې د تېر کال پرتله زیاتې شوې

عامې روغتیا وزارت: هېواد کې د شري ناروغۍ  پېښې د تېر کال پرتله زیاتې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/04

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې يې تر دې مهاله د شري شاوخوا ۶زره مثبتې پېښې ثبت کړې چې دغه شمېرې د تېر کال پرتله زیاتوالی ښيي.

د دغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، په روان کال کې د شري ناروغۍ د مشکوکو پېښو له ۱۰ زرو ډېرو ازموینو له ډلې نږدې شپږ زره مثبتې ثبت شوې دي.

هغه زیاتوي: « دا چې شری یوه ساري ناروغي ده، په افغانستان کې هم ځینې وختونه ماشومانو کې د دغې ناروغۍ ګراف پورته کېږي. د تېر کال په پرتله سږ کال له موږ سره د مشکوکو واقعیاتو ګراف یو څه اندازه لوړ دی. په همدې اساس زموږ سرویلانس ټیمونو چې څومره نمونې اخیستې دي، نسبت تېر کال ته له موږ سره د مثبتو پېښو ګراف هم پورته شوی. سږ کال له موږ سره تایید شوي واقعیات نږدې۶ زره دي.»

زمان وايي، د شري ناروغۍ د مخنيوي په موخه تېر کال هم فرعي واکسينونه ماشومانو ته تطبيق شوي او ټاکل شوې په راتلونکي ۲۰۲۵ کال کې هم شاوخوا  ۱۶ میلیونو ماشومانو ته د يادې ناروغۍ پر وړاندې د خوندیتوب واکسين ورکړل شي. 

زمان په دې اړه وايي: « په نږدې میاشتو کې پلان لرو چې د شري واکسین ملي کمپاین تطبق کړو. په دې سره به موږ وکولی شو چې په افغانستان کې د شري ناروغۍ د زیاتېدونکو واقعیاتو مخنیوی وکړو.»

د عامې روغتیا وزارت مسوولین له ولسونو هم غوښتنه کوي، که ماشومانو کې یې د شري نښې را ښکاره کېږي، باید نور ماشومان ترې لرې وساتي او په دغو حالاتو کې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي، ترڅو د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخامخ نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي
روغتیا

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې
روغتیا

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist