Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد د پاکستان حکومت ته؛ د عمران خان خوشې کول مو پر ګټه دي

خلیلزاد د پاکستان حکومت ته؛ د عمران خان خوشې کول مو پر ګټه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/28

د راپورونو له مخې، د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان مېرمن بشرا بي‌بي او دوې خویندې یې په ایډياله زندان کې له شاوخوا ۹ میاشتو بند تېرولو وروسته، د اسلام آباد سترې محکمې له پرېکړې سره سم  خوشې شوې دي.

د عمران خان مېرمنې له آزادېدو وروسته، د افغانستان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نوموړې پر خوشې کېدو خوښي څرګنده کړې او د پاکستان له حکومت یې غوښتي چې هر څه ژر د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکی او د دې هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان هم له زندانه آزاد کړي.

خلیلزاد له زندانه د عمران خان خوشې کول د پاکستان پر ګټه بللي.

خلیلزاد زیاته کړې: « زه خوشاله یم چې د عمران خان مېرمن او دوې خویندې له زندانه آزادې شوې دي. له دې وروسته باید عمران خان ژر آزاد شي. دغه کار به ډېر ښه اقدام وي او د پاکستان حکومت پر ګټه تمامېدلی شي.»

په پاکستان کې آزاد خبریالان وايي، د عمران خان پر وړاندې زیاتې قضیې ثبت شوې چې یو شمېر یې د حکومت له لوري څېړل شوې او یو شمېر نورې یې لا هم پاتې دي.

دوی د عمومي نظر پوښتنو او د عمران خان د پلویانو له قوله زیاتوي، عمران خان د پاکستان حکومت د سیاسي موخو لپاره زنداني کړی دی.

آزاد خبریال طاهرخان په دې اړه وايي: « هغوی دا تور لګوي، عمران خان هم او د هغه ګوند هم پر ده لګول شوي تورونه د سیاسي اهدافو لپاره بولي او کله نا کله د پوځ پر مشر باندې هم د هغه په اړه بیانونه ورکوي چې هغه هم د ده مخالف دی. په هر حال، په پاکستان کې عدالتونه او محکمې کله نا کله په آزادانه توګه هم پرېکړې کوي.»

بله خوا، د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د پاکستان حکومت د امریکا په غوښتنه عمران له چین سره پر اړیکو او په خیبرپښتوا کې د ثبات ټینګولو په تور زندان ته اچولی.

د دوی په باور، له زندانه د خان د آزادېدولو لپاره د امریکا غوښتنه هم سیاسي اهداف لري.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « که څه هم د عمران خان د حکومت ړنګېدل او د هغه بندي کېدل خپله د غرب په اشاره وشول، ځکه عمران خان په دوو جهتونو یو له روس او چین سره او خصوصا ً ډېرې نږدې اړیکې جوړې کړې او بل په قبایلي سیمو او د پښتنو او بلوڅو سیمو کې یې نه پرېښودل چې ظالمانه عملیات ترسره شي. حتا داسې ویل کېږي چې له بلوڅ آزادي غوښتونکو سره یې هم تفاهم درلود.»

عمران خان د تېر۲۰۲۳زکال د مې پر نهمه د اسلام آباد سترې محکمې مخې ته د پولیسو له خوا ونیول شو او د پنجاب ایالت اډیالې زندان کې بندي شو.

 له دې وروسته د خان پلویانو په کراتو د هغه د آزادېدو لپاره لاریونونه وکړل او په زندان کې يې له نوموړي سره د ناسم چلن او ناسم روغتیايي وضعیت ادعاوې وکړې.

د پاکستان حکومت عمران خان د فساد د مختلفو قضیو په تور بندي کړی او تر اوسه یې د خوشې کولو په اړه د مسلم ‌ليګ‌ (ن) ګوند پر مشرۍ د پاکستان حکومت رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist