په کابل کې د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون چې اوونۍ وړاندې پیل شوی وه، د شنبې پر روځې د (۱۴۰۳ کال د تلې پر ۲۱ مه) له لاسته راوړنو ډک پای ته ورسېد.
د دې نندارتون د پای په مراسمو کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه ډول نندارتونونه د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو په برخه کې مهم وبلل او په خبره یې هغه هېوادونه چې افغان سوداګر په کې له ستونزو سره مخ دي، د ستونزو هوارولو لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه: « دغه ډول نندارتونونه د کورنیو او بهرنیو پانګوالو له خوا د فرصتونو، همکاریو او تجربو شریکولو لپاره غوره چانس وي. تمه لرو چې په دې ناستو کې له شته امکاناتو ګټه واخلئ. موږ په ټولو هېوادونو غږ کوو چې د افغان سوداګرو او پانګوالو شته خنډونه او ستونزې له منځه یوسي. افغان پانګوالو ته د ستونزو جوړول، د لارو بندول او په ناقانونه توګه د مالیاتو لوړول به د افغانستان او ګاونډیانو ترمنځ اقتصادي همکاري او اړیکې زیانمنې کړي.»
د چارواکو په خبره، له دې نندارتون په یوه اوونۍ کې شاوخوا۷۰۰ زرو کسانو لیدنه کړې او سربېره پر دې، د افغان او ایراني سوداګرو ترمنځ د ۵۰ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، د پخوا په پرتله په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او له پانګوالو غواړي چې د افغانستان خصوصي سکټور له نړۍ سره د وصل په برخه کې مرسته وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وايي: « هیله لرو چې زموږ پانګوال د افغانستان خصوصي سکټور له اروپا او نړۍ سره ونښلوي.»
بله خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت پانګوالو ته د ځمکو د وېشل پيلولو خبره کوي او زیاتوي، نیږدې ورځو کې به د ټول هېواد پر کچه پانګوالو ته د ځمکو وېش پيل شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله ذاهد وايي: « د پانګونې په برخه کې زموږ دویمه لویه ستونزه د ځمکو د وېش موضوع وه. په دې اړه جوړ شوی قانون د امیرالمؤمنین له خوا منظور شوی او په لنډ وخت کې به د ځمکو وېش پیل شي. تر اوسه پورې د پانګونې لپاره شاوخوا ۹۰۰ عریضې ترلاسه شوې او دا مهال تر پروسېس لاندې دي. په ډېرو لنډو ورځو کې به د کابل په ګډون ټولو ولایتونو کې د ځمکو وېش پيل شي.»
بل لور ته د اقتصاد وزارت مسوولین په تېرو درېیو کلونو کې د افغانۍ ارزښت ساتل، د سترو ملي پروژو عملي کېدل او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول له خپلو لاسته راوړنو بولي او په خبره یې، سرپرست حکومت په هېواد کې متوازنې پراختیا او انکشاف ته ژمن دی.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: « موږ په شفافه توګه د مالیاتو راټولولو، د صادراتو پراخولو، د تورم او انفلاسیون د کنټرول او کچې کمولو او د ملي پیسو په ثبات ساتلو کې د سیمې پر کچه له بریالیو نظامونو یو. همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت هڅه کړې چې د بهرنۍ پانګونې په جلب او جذب کې جدي ګامونه پورته کړي او د دې ستر نندارتون جوړول په همدې لاره کې تحلیل او ارزول کېږي.»
د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون کې ۷۰۰ غرفې اېښودل شوې وې، چې له ډلې یې ۱۲۵ هغه ښځو ته ځانګړې وې او ترڅنګ یې له ایران او نورو هېووادونو څخه۷۰ شرکتونو هم ګډون درلود.
مسوولین وايي، په دې ۷ ورځيني نندارتون کې د ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت توکي پلورل شوي او دغه راز د کورنیو سوداګرو ترمنځ څه باندې۶۰ میلیونو افغانو په ارزښت د ۳۲۴ قراردادونو هوکړې لاسلیک شوې دي.