Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فراه کې نابینایان خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي

فراه کې نابینایان خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/09

یوولس کلن یاسر د قرآن شریف د حفظ لپاره له خپل ورور سره یو ځای مدرسې ته ځي، لویه هیله یې د قرآن شریف د پاڼو لیدل او نورو ماشومانو ته ور زده ‌کول ده.

سره له دې چې ياسر نابینا دی خو د ځیرک قلم په مرسته بریالی شوی چې د قرانکریم څلور سپارې حفظ کړي.

هغه وايي: « زه مې له ورور سره راځم او خپل درسونه د قلم په مرسته وایم. وروسته بیا بېرته د مشر ورور په مرسته کور ته ځم.»

دی له سرپرست حکومته غواړي چې د ده په څېر نورو نابینا ماشومانو ته ځانګړي ښوونیز مرکزونه جوړ کړي او له نورو کورنیو هم هیله لري چې نابینا ماشومان یې د دیني او عصري علومو زده‌ کړې لپاره ښوونځیو او مدرسو ته ولېږي.

یاسر په دې اړه وايي: « ډېر افسوس کوم چې زه نا بینا یم او نه شم کولی قرآن ووینم. زه له زده کوونکو هیله لرم چې راشي لوست وکړي او قرآن زده کړي.»

د ياسر استادان او ټولګیوال وایي، سره له دې چې یاسر څه نه شي ليدلی، خو د زده ‌کړې ښه او بشپړه وړتيا لري.

ښوونکی محمد رفیع سروري وايي: « له دې امله چې نا بینا دی، د نورو زده کوونکو په پرتله ډېره مرسته او خواري ورسره کوو. په ډېرې سختۍ سره قرآنکریم حفظ کوي او موږ او کورنۍ یې هم ملاتړ کوو؛ تر اوسه یې څلور سپارې قرآن حفظ کړی دی.»

یو بل ښوونی احمد ضیا بیا وايي: «یاسر نابینا دی او په ډېرې سختۍ د قرآنکریم حفظ کوي. د ټولو مرستې ته اړتیا لري او د ځیرک قلم په وسیله غوږ نیسي. راځي له موږ سره قرآنکریم لولي او موږ یې غلطیانې ور اصلاح کوو.»

بله خوا، د فراه تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو آمریت مسوولین وایي، نابینایانو ته د زده ‌کړو زمینې برابرولو په هڅه کې دي خو دې برخه کې د مسلکي ښوونکو نه شتون لویه ستونزه ده.

د فراهتخنیکي او مسلکي زده کړو آمر سید یوسف وايي: « وړاندې مو هم نابینایان لرل او اوس یې هم نوملیکنه ادامه لري. په دې برخه کې زموږ ستونزه دا ده چې د نابینایانو لپاره مسلکي ښوونکي نه لرو. همدارنګه د دوی لپاره د لوست مواد هم له عادي زده کوونکو سره توپير لري.»

نابینایان فراه کې ځانګړی ښوونځی نه لري او کورنۍ يې هم اولادونو ته د ځانګړو ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د جوړولو غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist