Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د امام ابو حنیفه درېیم ملي او نړيوال نندارتون پرانیستل شو

کابل کې د امام ابو حنیفه درېیم ملي او نړيوال نندارتون پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/07

په کابل کې د یکشنبې پر ورځ د ( ۱۴۰۳ کال د تلې پر ۱۵ مه) د امام ابو حنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانېستل شو، چې په پرانیستغونډه کې یې د اسلامي امارت یو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند دغه ډول نندارتونونه نړۍ ته د وطني تولیداتو د معرفي کولو او کيفيت ښودلو په برخه کې مهم بولي او له بهرنیو پانګوالو غواړي چې په افغانستان کې شته امنیت ته په کتو په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

هغه په دې اړه وویل:« په دې سوداګریز نندارتون کې به د کورنیو او بهرنیو محصولاتو له پېژندنې سربېره، له یوې خوا د هېواد داخلي صنایع تقویه شي او له بلې خوا به په نندارتون کې د ګډون کوونکو هېوادونو او بهرنیو شرکتونو سره سوداګریزې اړیکې پراخه او پیاوړې شي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وايي: « دا نندارتون د تجربو د تبادلې، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا لپاره یو بې ساری فرصت دی. دا نندارتون به د افغانستان، سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.»

ورته مهال، یو شمېر نور چارواکي د دې نندارتون اصلي موخه د پانګونې جلب او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو جوړول بولي؛ خوغوښتنه کوي چې ګاونډي هېوادونه دې اقتصاد په سیاست پورې نه تړي او افغان سوداګرو ته دې د وېزو په ورکولو کې شته ستونزې حل کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي: «دا نندارتون د افغانستان او نورو هېوادونو د صنعتي او تجارتي تولیداتو او ظرفیتونو د معرفي کولو لپاره یو فرصت دی. موږ نور هېوادونه د هغو توکو د معرفي کولو لپاره را بللي چې دلته افغانستان کې نه تولیدېږي. د دې نندارتون اصلي موخه د داخلي بازار پیاوړي کول، د پانګونې لپاره د مناسب بستر چمتو کول، د کورنیو محصولاتونو لپاره بازار موندل، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د تجارتي راکړه ورکړې زیاتول دی.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزی وايي: «موږ له خپل ګاونډي پاکستان څخه جدي هیله لرو چې هېڅکله سیاست له اقتصاد سره ونه تړي او هڅه وکړي د هغو کسانو پر وړاندې خپلې پولې خلاصې پرېږدي چې تجارت کوي، هم دوی او هم موږ ته ګټه رسوي.»

چارواکي د هېواد په بندرونو کې د پرمختللیو سکنرونو د نصب او د وارداتي توکو د کیفیت چک کولو او دغه راز د درملو ساتنې لپاره د سړو خونو له جوړولو خبر ورکوي.

د مالیې وزارت مرستیال وايي: « موږ د لویو بندرونو په سیسټمونو کې ډېر لوی سهولتونه رامنځته کړي، له تېر نظام څخه راپاتې سیسټمونو کې مو زیات تغییرات راوستي او اپډېټ کړي مو دي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري وايي: «جوړ شوی نندارتون د هېواد د قتصادي ودې او کورنیو محصولاتو د معرفي کولو لپاره یوه بېلګه ده.»

د امام ابوحنیفه درېیم ملي نړیوال نندارتون کې وطني تولیدات، لاسي صنایع او نور بېلابېل توکي نندارې ته اېښودل شوي.

 د نندارتون له ټولو۷۰۰ غرفو څخه۳۰۰ غرفې د بهرنیو سوداګرو او تولیداتو لپاره ځانګړې شوې او ۴۴۳ بهرنیو کسانو په ‌کې برخه اخیستې ده.

د نندارتون ګډونوال سید همایون غریبمل وايي: «د وطني او داخلي تولیداتو دا ډول نندارتونونه باید لا زیات شي. دا زموږ د اقتصادي پیاوړتیا او کورنیو تولیداتو لپاره ډېر ارزښت لري. په دې سره زموږ پانګوالو او بزرګونو ته ډېره ګټه رسي.»

د نندارتون ګډونواله رویا محمدي وايي: «نندارتونونه زموږ لپاره ښې لاسته راوړنې لري. موږ کولی شو ولایتي قراردادونه واخلو او پېرودونکي جذب کړو.»

د نندارتون یو تن ایرانی ګډونوال وحید سرګزي وايي: «په دې نندارتون کې ښه ظرفیتونه شته او ایراني تاجران باید له دې امنیتي او تجارتي ظرفیت څخه ګټه واخلي.»

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو راهیسې دا درېیم  ملي نړیوال نندارتون دی چې جوړېږي.

 له دې وړاندې په جوړو شویو نندارتونونو کې د نورو هېوادونو له سوداګرو سربېره د میلیونونو ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist