Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/07

د ریاست ‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ  د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور او د ۱۵ نورو يې تعدیل کړل.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وایي، د دې کمېسیون په نوبتې غونډه کې ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وي چې له ډلې یې د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور، د ۱۵ تعدیل، د یوې لغوه او د دوو پروژو قردادونه د قېمتونو بیا کتنې ته سپارل شوي دي.

فطرت په دې اړه وايي: « د ملي تدارکاتو په نوبتي غونډه کې ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې چې له ډلې یې د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور شول. په دغو پروژو کې د کندهار او زابل پوهنتونونو لپاره د شپه غالي د پاتې چارو بشپړول، د کندهار احمدشاهي هوايي ډګر بیا رغونه، د قیصار-لامان د ۲۵ کیلومټره پاتې سړک جوړول، د مزار- حیران رېل پټلۍ د ریلي او غیر ریلي تأسیساتو بیارغونه، په کابل ښار کې د ځېنو سړکونو جوړونه او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي. دغه ټولې پروژې به د اسلامي امارت له بودیجې څخه تمویل شي.»

د چارواکو په خبره، په منظورو شویو او تعدیل شویو پروژو کې د کندهار، زابل او نیمروز د پوهنتونونو د لیلیو ودانیو پاتې چارو بشپړول، د کندهار احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر بیارغونه او په بادغیس کې د قیصار–لامان ۲۵کیلومتره حلقوي سړک د پاتې چارو ترسره کول شامل دي.

دغه راز په دې پروژو کې د حیرتان- مزارشریف اوسپنې پټلۍ د ریلي او غیر ریلي تاسیساتو بیارغونه، د کابل ښار ځینې داخلي سړکونو رغول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي چې ټول لګښت يې له ملي بوديجې ورکول کېږي.

د اقتصادي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « په دې سره به هغه ځوانان په کارونو بوخت شي چې بهر ته د کار لپاره ځي، له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو کډوالو ته به د کار زمینه برابره شي.»

د اقتصادي چارو شنونکي  د دغو پروژو تطبیق مهم بولي او له اسلامي امارت غواړي چې له اوسني امنیت په ګټه اخیستنې سره دې په ټولو ولایتونو کې زيربنايي پروژې پلې او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه جنت فهیم چکري وايي: « دا ډول پروژې د اقتصادي وضعیت ښه کېدو او دغه راز د ځوانانو لپاره د کار زمینې چمتو کېدو لپاره ډېرې اړینې او ګټورې دي. هیله ده اسلامي امارت اقتصادي پروژې لا ډېرې کړي.»    

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته یو شمېر لويو او کوچنیو پراختیایي پروژو کارونه پيل شوي او سرپرست حکومت ډاډ ورکوي چې په ټولو ولایتونو کې به یو شان پروژې پلې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist