Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټي.ټي.پي: تېره میاشت مو پر پاکستاني ځواکونو سلګونه وژونکي بریدونه کړي

ټي.ټي.پي: تېره میاشت مو پر پاکستاني ځواکونو سلګونه وژونکي بریدونه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/03

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي.ټي.پي یو ځل بیا ادعا کړې چې تېره میلادي میاشت کې یې په پاکستانې پوځیانو ۲۶۲ بریدونه کړي چې په کې ۳۲۶ تنو امنیتي او نظامي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې. د پاکستاني طالبانو تحریک له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغو بريدونو کې لایزري وسلې، لاسي بمونه، یرغلیز او هدفي بریدونه شامل دي.

د ټي.ټي.پي خبرپاڼه زیاتوي: « په تېرې سپټمبر میاشتې کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو۲۶۲ بریدونه شوي چې له امله یې ۱۳۷تنه وژل شوي او ۱۸۹ تنه نور ټپیان دي. په دغو بريدونو کې لایزري وسلې، لاسي بمونه، یرغلیز، ځوابي، هدفي او توغندویز بریدونوشامل دي.»

د دغو بریدونو ډېره برخه په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او سویلي پنجاب کې ترسره شوي دي.

د ټي ټي پي د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د پاکستان د پوځ او پولیسو تأسیسات هم ویجاړ او مهماتو ته یې زیان اوښتی دی.

ټي.ټي.پي په خپله اعلامیه کې زیاته کړې: « په دې برېدونو کې مو د پاکستان د پوځ او پولیسو  سرتېري وژلي، کشفي کمرې، پوځي وسایط، ډرون کمرې، پوځي ودانۍ او نور پوځي مهمات ويجاړ کړي دي. دغه بریدونه په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سویلي پنجاب کې ترسره شوي.»

د پاکستان حکومت د ټي.ټي.پي تازه خپرې شوې اعلاميې ته غبرګون نه دی ښودلی خو په افغانستان کې د امنیتي چارو کارپوهان په ګاونډ پاکستان کې ناامني او ټي.ټي.پي سره جګړه د پاکستان د غلطو پالیسیو پایله ګڼي.

د چارو شنونکی کامران امان وايي: « دا د پاکستان داخلي ستونزه ده؛ زما په اند، ټي.ټي.پي د سیمې په کچه مسئله نه ده او دوی کولی شي خپلې ستونزې په خپله حل کړي. خو په موږ ځکه اغېز کولی شي چې زموږ ګڼ شمېر مهاجران په پاکستان کې دي او خلک مو د تجارت لپاره تګ راتګ کوي. زه هیله لرم د پاکستان حکومت په دې اړه سم سیاست غوره کړي.»

د چارو شنوونکی زلمی افغانیار وايي: « هغه حاکمیت چې د خپلو خلکو غږ وا نه وري، ښکاره خبره ده چې له ستونزو سره مخامخ کېږي. د پاکستان خلک د شریعت تطبیق غواړي خو حکومت له دوی سره په تقابل کې دی. د پاکستان پوځ له امریکا سره په ګډه د خپلو خلکو پر ضد دښمنانه پروګرامونه لري، نو ښکاره خبره ده چې له ستونزو سره به مخامخ کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل تور پورې کړي چې د ټي.ټي.پي پټنځایونه په افغانستان کې دي او د افغانستان حکومت له خوا یې ملاتړ کیږي. هغه ادعا چې تل اسلامي امارت رد کړې او له ټي.ټي.پي سره د پاکستان د پوځ جګړه یې د دې هېواد داخلي موضوع بللې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist