Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر بېرته نيول شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر بېرته نيول شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/02

په داسې حال کې چې ټاکل شوې، د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوښت د اکټوبر پر ۱۱مه خیرپښتونخوا کې د پښتنو قومي عدالت لپاره جرګه جوړه شي، ورسره سم د پاکستان حکومت له خوا د دې غورځنګ د مخکښو مشرانو نيول پيل شوي دي.

په يوه تازه اقدام کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير له اډياله زندانه ترخوشې کېدو څو شېبې وروسته بېرته نيول شوی.

د دې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ویلي، علي وزير په درېیو قضیو کې د محکمې له لوري له برائت اخیستو وروسته له زندان آزد شو، خو سملاسي بېرته نيول شوی او نامالوم ځای ته لېږدول شوی دی.

د پښتین په خبره، علي وزیر د پنجاب اعلی وزیرې مريم نواز په امر نيول شوی او په دې اړه هېڅ مالومات نه شته چې چېرته يې لېږدولی دی.

پښتین په دې اړه وايي:« په داسې حال کې چې محکمې څو ځلې د علي وزیر د آزادېدو ضمانت منلی، خو علي وزیر بې له کوم څرګند لامل د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز په امر نیول کېږي او بېرته زندان ته اچول کېږي. مریم نواز له پښتنو سره د تعصب او ظلم له امله علي وزیر د درېیم ځل لپاره زنداني کوي.»

په ورته مهال، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د پاکستان حکومت له لوري د دې غورځنګ د مخکښ کسانو نېونه او د ترور لپاره یې د دسیسو جوړول دوام لري.

دوی د پښتنو حقونو لپاره خپلې مبارزې ته په اشارې وايي، د پاکستان له لوري له پښتنو سره د روانې بې عدالتۍ پر وړاندې ولاړ دي او چوپه خوله نه پاتې کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی زبېرشاه آغا وايي: « د پاکستان حکومت د علي وزیر نیولو لپاره د ترهګرۍ اړوند درې دروغینې مقدمې جوړې کړې وې، خو نوموړی له دغو ټولو مقدمو سپین راووت. اوس یو ځل بیا د پنجاب حکومت د مشرې مریم نواز په امر بیا نیول شوی او جلیم زندان ته لېږدول شوی دی. له پښتنو سره د روان ظلم پر وړاندې به مقاومت کوو او د اکټوبر ۱۱ مه جرګه کې به پرېکړه کېږي.»

د سیاسي چارو کارپوهان د لر او بر افغانانو تېرو جرګو او د اکټوبر پر ۱۱ مه د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګې ته په اشارې وايي، د پاکستان حکومت همیشه هڅه کړې، څو د پښتنو مشرانو په ترور او زنداني کولو سره د پښتون قومونو یووالی له منځه یوسي.

د سیاسي چارو کارپوه کمال ناصر اصولي وايي: « اتحاد او اتفاق د ټولو پښتنو او په ځانګړې توګه د اکټوبر ۱۱ مې جرګې اړوند مشرانو لپاره یو مهم ګام دی. باید په دې جرګه کې اکثریت ملت پال پښتانه راټول شي او د پښتنو د حقونو غږ پورته کړي. په دې اړه پخوا هم جرګه شوې وه چې د پنجاب له خوا وځپل شوه؛ اوس هم هڅې روانې دي چې دغه جرګه هم وځپل شي او هغه کسان تررو شي چې دغه جرګه یې رابللې ده.»

د سیاسي چارو کارپوه حکمت‌الله حکمت وايي: « هغه څه چې نن پر پښتنو باندې تېریږي، له فلسطین څخه هم اوږد تاریخ لري. له پښتنو سره روان ظلم د امریکا او انګرېزانو په لاس جوړ شوي سیسټم او استعمار میراث دی. پاکستان په اصل کې د ترهګرۍ یوه بڼه ده او پښتانه ورسره په مبارزه بوخت دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي وايي، منظور پښتین ته هم امنیتي ګواښونه متوجه دي او د ترور هڅې يې روانې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist