• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د غلام خان بندر تړل کېدو افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

د غلام خان بندر تړل کېدو افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/22

له تېرې پنجشنبې ورځې راهیسې د خوست ولایت اړوند غلام خان بندر  د افغانستان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نیښتو له امله تړل شوی.

سوداګر او د دې لارې موټر چلوونکي وایي، د لارې د بندېدو له کبله میلیونونه افغانۍ تاوان ور اوښتی دی.

 د دوی په خبره، د افغانستان او پاکستان حکومتونه دې په فرضي کرښه شته ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.

د دې لارې یو تن موټر چلوونکي وايي:« په تورخم دروازه کې هم د پاکستان خواته ستونزې شته؛ موږ خپلې لارۍ دلته راوستې خو اوس دلته هم جګړه پيل شوه. درې ورځې کېږي چې لارۍ مو ولاړې دي او په کې بار سبزۍ ټولې خرابې شوې.»

د غلام خان بندر یو بل موټر چلوونکی وايي: « حکومتونه باید ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، نه د جګړې له لارې. د خوست – خرلاڅي، غلام او تورخم ټولې لارې بندې دي؛ له مشرانو غوښتنه کوو چې لارې خلاصې کړي.»

همدارنګه بل موټر چلوونکی د اوښتو زیانونو خبره کوي او وايي: «ډېرې لارۍ ولاړې دي چې په کې پیاز، رومي او نوره تازه ترکاري بار ده. د سبزۍ ۱۰۰ تر ۱۵۰ لارۍ دي او په کې بار توکي په خرابېدو دي.»

 

ورته مهال، د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په بېلابېلو ټکو کې د افغانستان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پېښېدونکو شخړو له امله سوداګر تل میلیونونه افغانۍ تاوان ګالي.

د دوی په خبره، اړتیا ده چې حکومتونه سوداګري د سیاست قرباني نه کړي او شته ستونزې ژر تر ژره هواري کړي.

د خوست سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس نواب امیرزی وايي: « که غواړو چې نورمال تجارت وکړو، نو باید تجارت او سیاست سره بېل کړو. حکومتونه باید ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي او تجاران د خپلو سیاستونو قرباني نه کړي.»

بله خوا، سیمه ‌ییز چارواکي وايي، جګړه لومړی د پاکستاني ځواکونو د بد چلن او لفظي ستونزې له امله رامنځته شوې.

دوی زیاتوي، په سیمه کې د وضعیت د ښه والي او لارې د خلاصون په موخه د دواړو حکومتونو ترمنځ خبرې روانې دي.

د خوست اطلاعاتو کولتور رییس شبیر احمد عثماني وايي: « فکر کوم د غلام خان جګړه هم د لفظي شخړې له امله رامنځته شوې. د دې شخړې د هوارولو او تجارتي لاریو د تګ راتګ لپاره مذاکرات پيل شوي او که خدای کول ښه پایله به ولري.»

د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ اړوند غلام خان بندر ته څېرمه پر ډېورنډ فرضي کرښه د وروستیو نښتو له امله د همدې لارې د بندېدو ترڅنګ، ګڼ ځایي خلک هم د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

وروستی ځل نیښته داسې مهال کیږي چې د وږي میاشتې په ۱۵مه د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ  اړوند هم پر فرضي کرښه د دواړو خواوو ترمنځ نږدې یوه اوونۍ وقفه ‌یي جګړه روانه وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګوادر بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګوادر بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي

جون 17, 2025
اقتصاد وزارت: د ایران او اسراییلو جګړه د افغانستان پراقتصاد منفي اغېزه لري
اقتصاد

اقتصاد وزارت: د ایران او اسراییلو جګړه د افغانستان پراقتصاد منفي اغېزه لري

جون 16, 2025
افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025

وروستي خبرونه

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist