• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان سوداګرو په افغان- ازبېک بازار کې لسګونه دوکانونه پرانیستې دي

افغان سوداګرو په افغان- ازبېک بازار کې لسګونه دوکانونه پرانیستې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/12

د ازبېکستان په ترمذ ښار کې افغان-ازبېک تازه ګډ پرانيستل شوي بازار کې د خلکو ګڼه ګوڼه ورځ تر بلې په زياتېدو ده.

د دې بازار مسوولین وايي، له هر پلوه د دې بازار اړتياوې سنجول شوي او له همدې کبله هوټلونه، جوماتونه، پارکونه او روغتون په کې جوړ شوي دي.

په دې ګډ بازار کې ټولټال ۵۰۰ دوکانونه شته چې د ۴۰۰ فعالو هغو له ډلې يې يوازې ۵۰ د افغان سوداګرو اړوند دي.

د افغان-ازبېک ګډ بازار مسوول سنجر صادق‌اوف وايي: « په دې نړیوال سوداګریز مرکز کې موږ د پېر او پلور برخې، دوکانونه او پر ټولو طبي امکاناتو سمبال مجهز روغتون لرو چې روغتيايي خدمتونه په کې وړاندې کېږي. همداراز د مسافرو پاتې کېدو لپاره مېلمستونونه او رسټورانټونه هم شته. په یاد بازار کې د ۵۰۰ دوکانونو له ډلې ۵۰ بابه یې تر دې مهاله افغان سوداګرو کرايه کړې دي.»

دوی دغه بازار د افغانستان او ازبېکستان د کورنيو توليداتو د ودې، د دوه اړخيزې سوداګرۍ د پياوړتيا او خلکو ته د کار موندنې له امله مهم ګڼي او له افغان پانګوالو غواړي چې په دې بازار کې لا زياته پانګونه وکړي.

د افغان-ازبېک بازار یو تن هټیوال عبدالغفار ایرګشف وايي: « دا د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د دوستۍ ګډ بازار بللی شو او باید له همدې لارې خپلې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړو. د بازار یوه ښېګڼه دا هم ده چې ازبېکستاني او افغاني تولیدات نړيوالو ته معرفي کوي او د دواړو هېوادونو د تولیداتو اړوند فروشات زیاتوي.»

په همدې حال کې یو شمېر هغه افغان سوداګرو چې په دې بازار کې یې دوکانونه کرايه کړې، که څه هم له خپل کاروبار خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې ترمذ ته د تګ راتګ پرمهال دې يې په پوله کې شته ستونزې حل شي.

د محمد اسحاق په نوم یو تن افغان سوداګر وايي: « دا د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ او خورا ګټور بازار دی. دلته افغانان، ازبېکان او د آسیا د نورو هېوادونو خلک کولی شي خپل توکي راوړي. د تګ راتګ پر لارو ستونزې شته او ډېر زیات چک پاینټونه دي. دا باید کم کړي ترڅو خلک په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.»

همدارنګه بل افغان سوداګر نقيب الله وايي: « دلته راغلی یم چې یو دوکان فعال کړم. یو شمېر دوکانونو ته مې نوملیکنه هم وکړه. دلته شته چارواکي ډېر ښه خلک دي او غواړي دغه بازار پرمختګ وکړي. ښه خبره دا ده چې دلته له افغانستان څخه له راوړل شویو توکو ګمرک نه اخلي او نه هم له دې خوا افغانستان ته وړل کېدونکي توکي ګمرک کېږي.»

له دې سره، ځايي چارواکي د افغاني تولیداتو لپاره مهم ګڼي او وايي، د دې سوداګریز بازار له امله به په کور دننه د تولیداتو کچه زیاته او بهر کې به د افغاني توکو د پلور بازار ګرم شي.

دوی ګډ بازار ته د خلکو په تګ راتګ کې ستونزې مني، خو وايي ټاکل شوې په راتلونکي کې د حل لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ یوه طرزالعمل جوړ شي.

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیر احمد نیازی وايي: « موږ منو چې اوسمهال په تګ راتګ کې ځینې ستونزې شته، خو د دواړو خواوو چارواکي په یوه ګډه تګلاره کار کوي چې ډېر ژر به جوړه شي. د دې تګلارې په پلي کېدو سره به د خلکو ستونزې تر ډېره هوارې شي.»

د افغان- ازبېک ګډ بازار د ازبېکستان د سرخان دریا ولایت اړوند ترمذ ښار ته څېرمه د ازبېکستان له لوري د ٧٥ میلیونه ډالر په ارزښت جوړ شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګوادر بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګوادر بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي

جون 17, 2025
اقتصاد وزارت: د ایران او اسراییلو جګړه د افغانستان پراقتصاد منفي اغېزه لري
اقتصاد

اقتصاد وزارت: د ایران او اسراییلو جګړه د افغانستان پراقتصاد منفي اغېزه لري

جون 16, 2025
افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025

وروستي خبرونه

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist