د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ د نهو کلیو اوسېدونکو او قومي مشرانو د ولس په لګښت د دغه ولسوالۍ د۶۰ بستریز روغتون لپاره ځمکه واخيسته.
دوی وايي، دغه ځمکه چې څلور جرېبه مساحت لري، د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په بدل کې اخیستل شوې او تمه ده چې د روغتون جوړولو چارې یې ژر تر ژره پیل شي.
د دره نور ولسوالۍ یو تن قومي مشر عليالله وايي: « زموږ ولس د غره په لمن کې اوسېږي او ډېر بېوزله خلک دي. مشرانو لازمه وګڼله چې دغه کسان باید روغتیايي مرکز ته لاسرسی ولري، د همدې لپاره مو روغتون ته ځمکه واخیسته.»
د دره نور ولسوالۍ یو بل قومي مشر عبدالرحمن بیا وايي:« له دولت غوښتنه کوو چې د ولس له خوا پر پېرل شوې ځمکه له موږ سره ژمنه شوي روغتون چارې پيل کړي، ترڅو د خلکو ستونزې هوارې شي.»
د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، اوسمهال د روغتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او د ولسوالۍ پر کچه داسې لوی روغتون نه لري چې د ناروغانو بشپړه درملنه په کې وشي.
د دره نور ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی شوکت امله وال وايي: « دره نور ولسوالي ۱۵۳ زره نفوس لري خو له بده مرغه داسې روغتون یا روغتیايي مرکز نه لري چې د ناروغانو بشپړه درملنه وکړي. زه چارواکو او اړوند موسسو غوښتنه کوم چې په خپل وار د روغتون د جوړولو کارونه پيل او د خلکو ستونزې هوارې کړي.»
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسوولین بیا د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکو د دغه ګام هرکلی کوي او وايي، د عامې روغتيا له وزارت سره یې د دغه روغتون د جوړولو وړاندیز شریک کړی او هڅه کوي چې دغه روغتون د وزارت له بودیجې او یا هم د کومې همکارې موسسې په مالي ملاتړ جوړ کړي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس مولوي امینالله شریف وايي: «زه له ولس مننه کوم چې د روغتون جوړولو لپاره یې ۴ جرېبه ځمکه زموږ په واک کې راکړه. لومړی به اداري کارونه ترسره شي او له منظورۍ وروسته ګورو چې دغه روغتون یا د دولت یا هم د لېوالتیا لرونکو موسسو په مالي ملاتړ جوړ کړو.»
اوس مهال د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د ولسوالۍ پر کچه روغتون نه شته چې له امله یې ډېر کله ناروغان د جلال آباد ښار روغتونونو ته د لېږدولو پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.