د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۱ مه القاعده شبکې د امریکا په نیویارک ښار کې د سوداګرۍ نړیوال مرکز پر غبرګو برجونو او واشنګټن کې پر ځینو اهدافو بریدونه وکړل، چې له امله یې ۲ زره ۹۸۳ کسان ووژل شول، چې ډېری یې ملکيان او د ۹۰ هېوادونو وګړي وو.
له همدغې تاریخي پېښې وروسته امریکا او د هغوی لوېديځو متحدانو پر افغانستان برید وکړ؛ هغه مهال ګومان کېده، چې د سپټمبر د۱۱مې بريد القاعدې شبکې له افغانستانه پلان کړی و.
د ۲۰۰۱ د اکټوبر پر ۷ مه بهرنيو ځواکونو عملا په افغانستان کې د القاعده شبکې پر ضد خپل نظامي عملیات د ځمکې او هوا له لارې پيل کړل او په لومړي سر کې یې په کابل، کندهار او ننګرهار کې د هغه مهال حکومت یو شمېر اهداف پر نښه کړل.
د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبیلو بوش د خبرو یوه برخه: « زموږ له وسله والو ځواکونو، زموږ له متحدینو او له افغان جنګیالیو مننه، د طالبانو رژیم پای ته سېږي. زما په امر، د امریکا متحده ایالتونو وسله وال پوځ په افغانستان کې د القاعده شبکې او طالبانو پر نظامي مرکزونه بریدونه پيل کړل. د دې برید موخه له افغانستانه د ترهګریزو بریدونو د اډې په توګه کار اخیستلو ختمول او دغه راز د طالبانو د نظامي ځواک له منځه وړل دي.»
له دې سره په افغانستان کې د امریکا داسې جګړه پېل شوه، چې خپله امريکايي چارواکو د دغه هېواد په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه بللې.
له امريکا سربېره د دې هېواد لوېديځ متحدانو د ناټو په چوکاټ کې له دې عملياتو سره مرسته کوله او د اسلامي امارت د هغه مهال حکومت يې وپرځاوه.
د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د خبرو یوه برخه: « په دې عملیاتو کې زموږ نږدې ملګرې، لویه بریټانیا زموږ ترڅنګ ده او د کاناډا، اسټرالیا، جرمني او فرانسې په ګډون زموږ نورو ملګرو ژمنه کړې، چې د عملیاتو له پیل سره خپل ځواکونه زموږ په واک کې راکړي. د منځني ختیځ، افریقا، اروپا او آسیا له ۴۰ ډېرو هېوادونو خپل هوايي ډګرونه زموږ په واک کې راکړي او ګڼ نور له موږ سره اطلاعاتي همکاري کوي.»
له دې سره هممهال د ملګرو ملتونو په نوښت د جرمني په بن ښار کې د اسلامي امارت او حزب اسلامي له ګډون پرته، د افغانستان ټولو سياسي اړخونو ترمنځ ناسته جوړه شوه او په کې د حامد کرزي پر مشرۍ د انتقالي حکومت له لارې، د يوه ولسواک حکومت پر رامنځته کولو هوکړه وشوه.
خو د بن پرېکړې پر بنسټ رامنځته شوي حکومت د عمر په پخېدو سره، په افغانستان کې بيا جګړه پيل او سخته شوه.
د براونډ امريکايي پوهنتون موندنې ښيي، چې تر ۲۰ کلونو د يادې جګړې په دوام کې سلګونه زره کسان وژل شوي دي.
د براونډ پوهنتون د موندنو یوه برخه کې راځي: « د امریکا ۲۴۴۸ رسمي او ۳۸۴۶ يې قراردادي سرتېري وژل شوي. د ناټو غړو هېوادونو د ۱۱۴۴ سرتېرو په وژل کېدو سره ۵۱ زره ۱۹۱ تنه طالبانو هم ژوند له لا سه ورکړی، ٧٥ زرو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه زره نور يې ټپیان شوي. له دې ټولې مرګ ژوبلې سربېره ۴۷ زره ۲۵۴ افغان ملکي وګړو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او په افغانستان کې پر جګړې د امریکا لګښت نږدې ٢زره مېلیارد ډالر ښودل شوی.»
د سر او مال له درنو زیانونو ګاللو سره مل، امریکايي ځواکونه له څه باندې ٧ زره ورځو پوځي ښکلتیا وروسته له افغانستانه ووتل. وروستی امریکایی سرتېری کریس دوناهو و، چې د ټوپک شپلې یې د ځمکې په لور وه او د اګسټ پر ۳۱ مه د شپې شاوخوا ۱۲ بجې له افغانستان ووت.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغان جګړې د پای ته رسولو په تړاو وینا کې وویل، چې دغه جګړه باید لا وختي پای ته رسول شوې وای.
هغه زیاته کړې:« په افغانستان کې اوس جګړه پای ته ورسېده. زه څلورم ولسمشر یم، چې له دې موضوع سره مخامخ یم، چې آیا دغه جګړه څه وخت او څه ډول پای ته ورسوو؟ کله چې زه ټاکنو ته نوماند وم، له امریکا سره مې هغه مهال ژمنه کړې وه، چې دا جګړه به پای ته رسوم او نن هماغه ژمنه عملي کوم او اوس د دې وخت را رسېدلی، چې له امریکایانو سره رېښتنی واوسو. ۲۰ کاله وروسته زه نه غواړم، چې د امریکا یو بل نسل زامن او لوڼې افغانستان ته واستوم. باید دغه جګړه پخوا پای ته رسېدلی وای.»
د پوځي چارو کارپوهان وایي، د ناټو او امریکا ش۲۰ کلن ماموریت دا څرګنده کړه، چې هغوی دلته د ملت جوړونې لپاره نه بلکې د خپلو پروګرامونو د پلي کولو په موخه راغلي وو. دوی له اوسني چارواکو غواړي، چې له تېرو ناکامو تجربو دې زده کړه وکړي ترڅو بیا ځلې په افغانستان بل یرغل ته زمینه برابره نه شي.
د پوځي چارو کارپوه توریالی ځاځی: « افغانستان ته د امریکا راتلل او بېرته وتل د هغوی لویه تېروتنه وه. څرنګه چې په ویتنام کې بدنام شول، دغه شان افغانستان کې هم مات او بدنام شول. طالبان باید داسې اصلاحات راولي، د هېواد او ولس لپاره د منلو وړ وي. که چېرې یو شمېر طالبان له خپلو ناروا کړنو څخه تېر نه شي، دوی به هم د تېرو حکومتونو په څېر له سترو بدبختیو سره مخامخ شي.»
ځینې کارپوهان د نړیوالو فشارونه بې ځایه ګڼي او زیاتوي، چې د فشارونو او بندیزونو په ځای باید له اوسني حکومت سره تفاهم وشي.
دوی له سرپرست حکومت هم غواړي، چې د ملت مشروع غوښتنې ومني ترڅو د ولسي ملاتړ په ترلاسه کولو سره د نړیوالې ټولنې رسمیت هم ترلاسه کړي.
د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « افغانستان یوځل بیا تاریخ جوړ کړ، چې په یوه پېړۍ کې یې درېیم زبرځواک ته هم ماتې ورکړه او خپله آزادي یې واخیسته.»
اوس پوښتنه دا ده، چې له افغانستان څخه د وروستي امریکايي سرتېري وتل، نړۍ او امریکا ته څه پیام ورکولی شي؟
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « د دې پیغام دا دی، چې که یرغلګر هېوادونه له خپل هرڅومره زور او فشار سره د افغانستان په څېر اسلامي او د ټينګ عزم لرونکي هېواد باندې یرغل کوي؛ ماتې به خوري او په توره شپه کې به تښتي. زموږ په یاد دي چې یرغلګرو ځواکونو د وتلو نېټه وروسته ټاکلې وه،خو له هغه هم مخکې ووتل. د ماتې خوړولو سرتېرو صحنې په تاریخ کې ثبت دي او بیا هم تکرار شوې.»
له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو داسې مهال درې کاله پوره کېږي ، چې له هغې وروسته رامنځته شوی سرپرست حکومت د هېڅ هېواد له خوا پر رسميت نه دی پېژندل شوی او په ځینو برخو کې له بندیزونو سره مخامخ دی.