Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/31

د امربالمعروف،نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د نوي توشېح شوي قانون په اړه لاهم په کوردننه او بهر غبرګونونه دوام لري.  

ګڼ شمېر هېوادونو، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو، فعالانو او د نظر خاوندانو پر یاد قانون اندېښنه ښودلې او د افغانانو د راتلونکي لپاره یې ناسم بللی.

 دوی پر سرپرست حکومت غږ کړی چې له پلي کولو څخه یې لاس واخلي.

خو د امربالمعرف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت په غبرګون کې بیا دغه اندېښنې بې ځايه او د لوېديځو هېوادونو پر تفکر ولاړې بللې دي.

د امربا المعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د خبرپاڼې یوه برخه: « د امر باالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د شرعي قانون په اړه د یوناما اندیښنې بې ‌ځایه او د غربي نظریې پر بنسټ دي. یوناما دې افغانستان له غربي نظریې او غیر اسلامي ټولنو سره نه پرتله کوي. د اسلامي امارت له لوري د ټولو جوړو شویو قوانینو اساس اسلامي شریعت، قرآنکریم، نبوي سنت او حنفي فقهه دي.»

په خبرپاڼه کې نړیوالو ته سپارښتنه شوې، چې پر یاد قانون دې له نيوکه کولو ډډه وکړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« دا چې هر څوک زموږ پر شرعي قانون نيوکه کوي، دا پر اسلام او اسلامي شرعي احکامو نیوکه ده. باید له داسې بې ‌ځایه نیوکو ډډه وشي.»

په ورته وخت کې د د سیاسي چارو شنونکي که څه هم د یاد قانون په اړه د نړیوالو څرګندونې مغرضانه بولي، خو زیاتوي، چې دغه قانون بیا کتنې او په ډېرو مواردو کې تعدیلاتو ته اړتیا لري.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت‌الله حکمت وايي: « دا قانون بیا څېړنې او په ډېرو مواردو کې تعدیلاتو ته اړتیا لري.»

د سیاسي چارو کارپوه سلیم پیګیر وايي:«هر هېواد خپل دین، کولتور او عنعناتو ته په کتو قوانین جوړوي او پلي کوي یې، خو له سترو هېوادونو، ملګرو ملتونو او نړۍ سره د اړیکو پرېکول د هېواد په ګټه نه دي.»

ځينې نور بیا له اسلامي امارت څخه د نوي قانون په تړاو د وضاحت غوښتنه کوي، ترڅو د خلکو او نړیوالو قناعت ترلاسه شي.

د چارو شنوونکی عزیز معارج وايي: « د امربالمعروف مسوولین او مفتیان باید سره کېني او د شریعت پر بنسټ د دې قانون په اړه وضاحت ورکړي، داسې، چې هم افغانانو او هم نړیوالو ته د منلو وړ وګرځي.»

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی هم وايي:« په یوویشتمه پېړۍ کې دا قانون نه افغان ولس او نه هم نړۍ ته د منلو وړ دی.»

 په دې قانون کې په ښځو او نجونو، رسنیو او نارینه و باندې یوشمېر نوي محدودیتونه ذکر شوي او له امله یې د نړیوالو اندېښنې زیاتې شوې دي.

دا چې په افغانستان کې د دې قانون له پلي کیدو سره به کومې ستونزې او یا هم اسانتیاوې رامنځته شي، وخت به یې ځواب کړي.

شریک يې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist