د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالي، چې تازه د ګرېشک له ولسوالۍ څجلا او په یوه خپلواکه ولسوالۍ بدله شوې،ه اوسېدونکي یې په مرکزي سیمو کې د روغتون او کلینیکونو له نه شتون شکایت کوي.
دوی وایي، ساعتونه مزل کوي، ترڅو نږدې روغتیایي مرکز ته ځان ورسوي او درملنه وکړي.
دغه راز دوی له سرپرست حکومته غوښتنه کوي، چې په مرکزي سیمو کې روغتیايي مرکرزونه ورته جوړ کړي.
د نهرسراج ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي: « ترټولو نږدې کلینیک له موږ څخه یوساعت لرې دی؛ موږ اړ یو چې یا ګرشک ته لاړ شو یا هم شین ډنډ ته.»
د نهرا سراج ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی وايي: « کلینیک زموږ له کورونو څخه تقریبا ً دوه ساعته لرې واټن لري، موږ خپل ناروغان په وخت نه شو رسولی.»
بل لور ته د هلمند عامې روغتیا رییس سید احمد سعید وایي، د وزارت د اصولو له مخې دغې ولسوالۍ کې کافي روغتیایي مرکزونه شته، خو بیا هم ډېر ژر به په یاده ولسوالۍ کې یو بل بشپړ روغتیایي مرکز جوړ شي ترڅو د خلکو ستونزې ورسره هوارې شي.
د مسوولینو په خبره، دا مهال یادده ولسوالۍ کې ٦ روغتیایي مرکزونه شته او خلک ترې ګټه اخلي .
سعید زیاتوي:« موږ په نهر سراج کې د دولت له قوانینو سره سم کافي روغتیايي خدمتونه لرو، خو دا خبره سمه ده، چې هلته لا بشپړ روغتیايي مرکز نه شته دی. دا چې نهرسراج اوس یوه خپلواکه ولسوالي ده، نو موږ هم وزارت ته د بشپړ روغتیايي مرکز د جوړولو وړاندیز کړی.»
هلمند ولایت د هېواد پر کچه پراخ مساحت لري او د ټول افغانستان لسمه برخه تشکیلوي. د دې ولایت اوسېدونکي په لرې پرتو سیمو کې سره پاشلي دي، چارواکي وايي، همدا لامل دی چې پر وخت د دې ولایت ټولو اوسېدونکو ته عامه خدمتونه نه شي رسولی .
د دوی په خبره، د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو راهیسې دغه ستونزه تر یوه حده حل شوې ده.