Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې ورښتونو د انګورو باغونه زیانمن کړي

کندهار کې ورښتونو د انګورو باغونه زیانمن کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/25

د کندهار ولایت په ژېړۍ ولسوالي کې د انګورو له زرګونه جریبه باغونه څخه د انګورو حاصلاتو راټول له اندېښنو سره مله شوي دي.

د انګورو باغ لرونکي او کروندګر وايي، بې وخته بارانونو يې د انګورو حاصل کم کړی او ورپاتې حاصلات هم د پاکستان له خوا د لوړې ګمرکي تعرفې له امله هېڅ ګټه نه کوي او په خپل سر یې پلوري.

دوی له سرپست حکومته د سړو خونو جوړولو غوښتنه کوي، تر څو په دغسې حالاتو کې خپل حاصلات وساتي.

ژېړۍ ولسوالۍ کې  یو تن بڼوال حاجي عبدالحی وايي: « څه انګور مو ږلۍ له منځه یوړل او پاتې نور اوس د پاکستان له خوا د لوړې مالیې له امله هېڅ ګټه نه راته کوي. که ګټه وي، که تاوان، موږ مجبور یو، چې خپل حاصلات وپلورو؛ ځکه دلته سړې خونې نه شته دي.»

ژېړۍ ولسوالۍ کې یو بل بڼوال شېرمحمد وايي: « د پاکستان له خوا وضع شوې مالیه لوړه ده او د انګورو حاصلات مو پرې کړي لګښتونه نه پوره کوي بلکې ټول په کرایو او لګښتونو کې ځي.»

په ورته وخت کې د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین هم د انګورو په حاصلاتو کې کمښت مني، خو وايي علت یې اقلیمي بدلون دی.

د دغه ریاست د کرنې آمر مولوي شمس الرحمن موسی وايي: « په کندهار ولایت کې پر شاوخوا ۲۰ زره ۵۰۰ هکټاره ځمکه د انګورو باغونه لرو او تمه ده،چې سږ کال تر ۱۹۵ زرو ټنو پورې حاصلات ورکړي. روان کال د اقلیمي بدلونونو او په ځینو سیمو کې د بادونو، ورښتونو او سېلابونو له امله دغه حاصلات کم شوي دي.»

پاکستان د جولای له لومړۍ نېټې څخه دغه هېواد ته پر افغان مېوو او سبزیجاتو ۱۸ سلنه مالیه لوړه کړې، چې د باغ لرونکو ورهاخوا یې سوداګر هم تاواني کړي دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د پاکستان له خوا د لوړې مالیې سربېره دغه هېواد ته د انګورو صادرات پیل شوي او هر ورځ تر شپږو لاریو انګور صادریږي.

د دوی په وینا، دا ډول ستونزې د دواړو هېوادونو سوداګري زیانمنوي.

دوی د دواړو هېوادونو له حکومتونو غوښتنه کوي، چې د سوداګرۍ لپاره دایمي اسانتیاوې رامنځته کړي.

د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي: « که چېرې دواړه لوري سره کېني او زموږ د تازه مېوې او دغه راز د هغوی د څو قلمه تازه مېوو په اړه خبرې وکړي او پرې لګول شوې تعرفه صفر کړي، په راتلونکې کې به نه له بڼوال او نه هم سوادګرو سره څه اندېښنه پاتې وي.»

اخوا پاکستان بیا واييؤ، د پیسو نړیوال صندوق له خوا د پور ورکړې شرطونو له امله يي له افغانستانه پر ورتلونکو مېوو او سبزیو ۱۸ سلنه مالیه زیاته کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist