د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې د معلوماتو له مخې، جنرال فیض حمید پرون دوشنبه نیول شوی او پوځي توقیف خونې ته لېږدول شوی دی.
پر نوموړي تورونه وو چې د ده په امر پر یوه کور باندې د عملیاتو په پایله کې سره زر او څلوېښت میلیونه پاکستانۍ کلدارې غلا شوې او د دغو تورونو د څیړلو لپاره یوه څېړنیزه کمیټه جوړه شوې ده.
یاده کمیټه چې د دفاع وزارت او سترې محکمې لخوا جوړه شوې، له واک څخه د نوموړي د ناسمې ګټه اخیستنې په تړاو څېړنې کوي.