• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پولیو نړیواله ورځ؛ سږ کال افغانستان کې د پولیو ۶ مثبتې پېښې ثبت شوي

د هېواد لویدیځو ولایتونو کې د ګوزن ضد واکسین کمپاین پیل؛ ۲.۴ میلیونه ماشومان به واکسین شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/11

د عامې روغتیا وزارت وایي، ټاکل شوې د دې کمپاین په لړ کې د پنځو لوېدیځو ولايتونو له پنځو کالو کوچنیو ماشومانو ته د ګوزن ضد واکسين ورکړل شي.

د چارواکو په خبره، دغه کمپاین د شنبې په ورځ په کندهار، اروزګان، هلمند، نیمروز او هرات ولایتونو کې پيل شوی او څلور ورځې به ادامه ولري.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وايي، د تازه پيل شوي کمپاين په لړ کې به شاوخوا ۲.۴ ميليونه تنه هغه ماشومان واکسين شي چې عمرونه يې له ۵ کلونو کم وي.

زمان زیاتوي: « د هېواد په پنځو ولایتونو کندهار، هلمند، اروزګان، نیمروز او هرات ولایتونو کې د پولیو د واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو. د دې کمپاین په لړ کې به دوه ۲.۴ میلیونه تنو له پنځو کالو کوچنیو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین تطبیق شي او څلور ورځې به ادامه ولري. د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې د دغه واکسین په تطبیقولو سره د پولیو د خطرناکې ناروغۍ مخنیوی وکړي.»

همدارنګه د عامې روغتيا وزارت له ديني عالمانو، قومي مشرانو او کورنيوغوښتنه کوي چې د ماشومانو د غوره روغتيا او ښې راتلونکې لپاره دې له واکسيناتورانو سره همکاري وکړي.

 له دې سره ډاکټران وايي، که کورنۍ غواړي ماشومان یې په دایمي توګه له فلج کېدو وژغورل شي، نو خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ یا فلج ضد واکسين څاڅکي ورکړي.

ډاکټر کمين ساپی د پولیو واکسین له دغې خطرناکې ناروغۍ د ژغورل کېدو او له فلج تشې ټولنې تضمین بولي.

هغه زیاتوي:« هغه کورنۍ چې خپلو ماشومانو ته په ټاکلي وخت د پولیو واکسین نه ورکوي، زموږ غوښتنه او سپارښتنه دا ده چې د پولیو واکسین په خپل وخت سره ماشومانو ته ورکړي ترڅو یې ماشومان د فلج له ناورغۍ خوندي شي او ټولنې ته روغ اولادونه وړاندې کړي.»

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس په کې په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.

له دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان د جون په ۳۰مه راپور ورکړ چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې یې په افغانستان کې د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

جون 15, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده
روغتیا

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025

وروستي خبرونه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

جون 15, 2025
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

جون 15, 2025
شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist