له تېرو څو لسیزو راهیسې افغانستان ته په غیرې قانوني او قاچاقي لارو له ګاونډي هېوادونو بېکیفیه او تاریخ تېري درمل او دغه راز خواړه هېواد ته واردېږي او د وخت حکومتونو یې بشپړ مخنیوی نه دی کړی.
د عامي روغتیا وزارت د خوړ او درملو معین عبدالباري عمر له شمشاد سره په لـــید خپرونه کې ویلي، اوس هم ۱۵ سلنه درمل له ناقانونه لارو هېواد ته راوړل کیږي، خو په خبره یې د مخنیوي لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي دي.
د عمر په خبره، افغانستان د کورنیو تولیداتو کې ۲۵ سلنه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
هغه زیاتوي:« دومره درته ویلی شم، چې ۸۰ یا ۸۵ سلنه موږ پر دې توانېدلي یو، چې دا ستونزه مهار کړو. اوس الحمد الله په بازار کې هغه کم کیفیته درمل چې تېر کال پیدا کېدل نشته، هغه کم کیفیته درمل چې دوه کاله، درې کاله یا څلور کاله مخکې پيدا کېدل، هغه اوس نشته. داخلي تولېداتو رشد کړی، آن موږ په داخلي تولېداتو کې صادرات وکړل، عراق هېواد ته افغاني سیروم صادر شول، اوس هم دا لړۍ روانه ده. داخلي تولېدات له درې تر پنځو سلنو پورې په بازار کې موجود وه، خو اوس له ۲۰ تر ۲۵ سلنو پورې ده.»
د خوړو او درملو معین مني، چې هېواد ته ۶۰۰ شرکتونه درمل واردوي،چې ځينو یې بېکیفیته درمل واردول او له دې ډلې یې د ۲۰۰ شرکتونو فعالیتونه ځنډولي خو ۴۰۰ نور شرکتونه په قانوني ډول سره درمل واردوي.
عمر وايي:« موږ له ۶۰۰ زیات قانوني شرکتونه لرو، چې په دغو کې ځېنو شرکتونه غیر فعاله دي، شاوخوا ۲۰۰ شرکتونه غیر فعاله دي، ۴۰۰ شرکتونه اوس هم په قانوني بڼه باندې واردات لري، غیر قانوني چې دي، هغه ډېری شرکتونه نه دي، ځکه چې نوم یې یو ځل شرکت شو، هغه بیا خپله ځان اصولو ته برابروي، هغه داسې خلک دي، چې یا عمده فروشان دي، یا هم نه عمده فروشي لري او نه هم شرکت لري، لاړ شي، یو دی دی، یو یې صادر دی، که ګیر شو او که تیر شو، مال به یې تېر وي.»
عبدالباري عمر د دې مرکې یوې پوښتنې ته په ځواب کې وایي، په تېر کال کې د درملو او خوړو ۸۰ سوداګرو هڅه کوله، چې تاریخ تېره او کم کیفیته درمل وارد کړي، چې نیول شوي او ژمنه یې کړي، چې بیا تاریخ تېره خواړه او درمل نه واردوي.
نوموړی یادو سوداګرو ته خبرداری ورکوي قاچاقي لارو څخه د درملو له واردولو ډډه وکړي.
عبدالباري عمر وایي ، د خوړو او درملو معینیت په بېلابېلو برخو کې د متخصصینو له کمښت سره مخ دی او له هېواده وتلو متخصصینو غواړي چې بېرته هېواد ته راستانه شي.
د مالوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې ۷۵ سلنه کارېدونکي درمل، له هند، پاکستان، ایران، ترکمنستان، بنګله دېش او اروپایي هېوادونو افغانستان ته واردیږي او افغانستان د کورنیو تولیداتو کې ۲۵ سلنه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی.